د ولسمشر ټاکنو نوماند محمد اشرف غني نن دوشنبې (د زمري په ۱۴)د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال کابل کې د لویې جرګې تالار کې د ښځو یوې لویې غونډې ته په وینا کې وویل، د سولې خبرو کې به د ښځو پر حقوقو معامله و نه کړي.
هغه ژمنه کوی که بیا بریالی شي، حکومت کې به یې د ښځو ونډه زیاته کړي. او د ملي امنیت له شورا سره موازي د ښځو لپاره هم یوه شورا جوړه کړي.
ولسمشرۍ ته نوماند محمد اشرف غني وویل:«موږ د ښځو اقتصادي وړتیا او ښځو ته د فرصت رامنځته کول د بهرنۍ صدقې له لارې نه ووایوو، موږ کورني امکانات له اوبو نیولې د افغانستان تر اسمان پورې پراختیا ورکوو چې د افغانستان د ښځې په خدمت کې وي.»
ښاغلی غنی وايي، ولسمشرۍ ټاکنې به په خپل وخت وشي او هېڅوک نهشي کولای چې د افغانانو په برخلیک معامله وکړي.
افغان ولسمشر زیاته کړه:«ټولو نورو ټاکنیزو ډلو ته ووایئ چې راشئ او خپل پروګرامونه تشریح کړئ. کهچېرې خبرې لرئ د دولت جوړونکي ډلې په څېر لږ تر لږه دېرش سلنه ژمنې چې موږ یې ستاسو لپاره کوو، کهچېرې هغوی وکړې، هغوی ته ترجیح ورکړئ.»
دې غونډې ته راغلې زرګونه ښځې له محمد اشرف غني خپل ملاتړ اعلانوي.
د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار وايي:«پنځه کاله وروسته، د هېواد لیرې پرتو سیمو کلیو، بانډو او هغه ځایونه چې ډېر لیرې دي ولاړ شو، د لیرې پرتو سیمو ښځو ته ډېر کارونه ترسره کړئ.»
د ښځو د حقوقو فعاله عارفه پیکار هم په دط اړه څرګندوي:«په مجلس کې د حاضرو ښځو په استازولۍ غواړم چې په راتلوونکې حکومت کې د ښځو حضور په ټاکنو کې د هغوی د ګډون په اندازه وي.»
د ولسمشرۍ ټاکنو د کمپاین له پیل سره سم تر اوسه شپږ نوماندانو خپلې ټاکنیزې غونډې کړي، خو دوولس نورو د ټاکنیزو منډو ترړو په اړه هېڅ خبر نه شته.