Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان تنکی ځوان د ۲۵ کلدارو په بدل کې ووژل شو

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی دی چې یو افغان تنکی ځوان د ۲۵ پاکستانیو کلدارو په بدل کې وژل شوی دی.

رسنیو زیاته کړې ده چې ۱۵ کلن کریم آغا کله چې د د عیاض ملک کور کې یې د پاکوَنې دنده ترسره کړې وه، او ۲۵ افغانۍ یې د خپل کار په بدل کې غوښتې وې، خو د کور څښتن هغه په ډزو وژلی دی.

ویل کېږي چې تورن له سیمې څخه تښتېدلی دی او د کراچي پولیسو خپلې پلټنې پیل کړې دي.

دې ځوان په کراچۍ کې له خپل ورور سره د صفاکاري کار  ترسره کاوه.

دا پېښه په داسې حال کې ترسره کېږي چې څه موده مخکې د پاکستان په پنجاب ایالت کې یوې ښځې هغه‎مهال یو ۱۳ کلن هلک وواژه چې د خپل معاش غوښتنه یې کړې وه.

افغان ځوان، کریم آغا د پاکستان په کراچۍ کې هغه مهال د کور څښتن لخوا ووژل شو چې د خپل کار په بدل کې یې پیسې غوښتې

شریک یي کړئ