Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان ځواکونو دوې بلک‎هاک الوتکې له امريکايي ځواکونو ترلاسه کړې

د امریکا متحده ایالاتونو هوايي ځواک(شنبې د تلې ۱۵مه) دوې بلک هاک الوتکې افغان ځواکونو ته په رسمي  توګه وسپارلې.

مخکې له دې امریکا اعلان کړی وه چې یو سلو پنځو بلک هاک چورلکې او لسګونه ډوله نورې الوتکې افغان هوايي ځواک ته وسپاري.

ټاکل شوې ده چې د تور باز یا بلک هاک چورلکې د مې۱۷ او مې۳۵ الوتکو پر ځای وکارول شي.

د دې چورلکو د سپارلو په مراسمو کې د کندهار په هوايي ډګر کې ولسمشر غني او افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان، جنرال جان نیکلسن هم شته وه.

ښاغلي غني طالبانو ته ګواښ وکړ چې نشي کولی د جګړې له لارې خپلو موخو ته ورسیږي او باید د سولې او خبرو اترو لاره خپله کړي.

ده وړاندې وویل:«که طالبان د حکومت او یا د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ماتولو فکر لري، نو له ذهنه دې وباسي، دوی اوس هم د انتخاب پړاو کې دي او د سولې لاس ورکوو، ځکه موږ وینه بهېدنه نه غواړو. جنګ بس دی، وینه بهول بس دي.»

ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې ولسمشر غني کندهار ولایت ته د دې ولایت د حالاتو څېړنې په موخه تلی دی.

همداراز د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان وویل په دې مراسمو کې وویل چې د افغانستان هوایي ځواکونه په منځني ډول د ورځې پنځلس عملیات کوي او دغه شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی او دوی په بریالیتوب خپل ځان ثابت کړی دی.

نوموړي زیاته کړه:«دښمنانو او د هغوی پلویانو ته زموږ پیغام واضح دی چې تاسو نشئ کولی بریالي شئ، د افغان ځانګړو ځواکونو دوه برابره او د هوایي ځواکونو درې برابره کېدل او د ملي اردو د تعرضونو زیاتوالی د ترهګرو ملاتړو ته واضح دا پیغام ورکوي چې تاسو بایلونکي او په غلطه روان یاست، لا هم ناوخته نه ده چې هغوی د ترهګرو او د نشه یي توکو د قاچاقبرانو له ملاتړ څخه لاس واخلي.»

ښاغلي غني طالبانو ته ګواښ وکړ چې نشي کولی د جګړې له لارې خپلو موخو ته ورسیږي او باید د سولې او خبرو اترو لاره خپله کړي

شریک یي کړئ