د بدخشان ولایت تګاب ولسوالۍ د طالبانو له ولکې تر نهو میاشتو وروسته د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شوه.
د بدخشان سیمهییز چارواکي وایي چې د امنیتي ځواکونو د یو لړ پوځي عملیاتو په ترڅ کې د تګاب ولسوالۍ ټولې برخې د طالبانو له شتونه پاکې شوې.
د یاد ولایت د والي ویاند احمد نوید فروتن وایي، دا عملیات د بدخشان سیمهییزو د پاڅون کوونکو په ګډون د ملي پولیسو، ملي پوځ د عامه نظم پولیسو او د ملي امنیت له خوا پیل شوي وه.
دی زیاتوي چې طالبانو له مقاومت پرته یاده ولسوالۍ پریښې او یمګان ولسوالۍ ته یې شاتګ کړی.
د پامیر د شلمې فرقې چارواکي وایي چې په تګاب ولسوالۍ کې د طالبانو شتون د فیض آبادـتخار لویې لارې د نا امنه کېدو لامل شوی وه.