د ملي دفاع وزارت نن(سېشنبې د کب۱۵مه) د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د افغان ځواکونو هوايي او ځمکني پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۳۱ وسلهوال وژل شوي دي.
دا عملیات د هېواد په بېلابیلو ولایتونو کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې شوي دي.
د ملي دفاع وزارت خبرپاڼه وايي چې ۱۳ هوايي بریدونو سره د ترهګرو پټنځایونه په نښه شوي دي.
د وژل شویو ترهګرو کې څلور تنه پاکستاني وسلهوال هم شامل دي.
ملي دفاع وزارت څرګندوي چې پوځي عملیاتو کې ۱۷تنه وسلهوال ټپیان او دوه نور نیول شوي دي.
افغان ځواکونو په غزني، پکتیکال، کندهار، زابل، فراه، بادغیس، کندز، تخار، فاریاب، نیمروز او هلمند ولایتونو کې ترسره کړي دي.
ملي دفاع وزارت د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو کې د ترهګرو د یو شمېر وسلو او مهماتو له منځو وړو هم خبر ورکوي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.