Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان ځواکونو پوځي عملیاتو کې د ۴۰وسله‎والو وژل کېدل

د ملي دفاع وزارت نن(چهارشنې د وري۲۱مه) د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې افغان ځواکونو تېرو ۲۴ ساعتونو پوځي عملیاتو کې ۴۰وسله‎وال وژلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دا عملیات د هېواد په بيلابيلو ولسوالیو کې ترسره شوي او په وژل شویو کې د طالبانو قو تن سیمه‎يیز قومندان، ملا نعیم هم شامل دی چې د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ وژل شوی دی.

د افغان ځواکونو دې پوځي عملیاتو کې د ۳۵ تنو نورو د ټپي کېدو او د ۹ له نیول کېدو هم خبر ورکړل شوی دی.

دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړپه ننګرهار،  کاپیسا، غزني ، لوګر، خوست، ارزګان،  زابل ، فراه ،  بادغیس  فاریاب، کندز  او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي.

افغان ځواکونو ۱۶چاڼیز او  ۶۴خاص کماندویي عملیات، ۱۱۱الوتنې او ۱۱ هوایي ضربې د دښمن په پټنځايونو  تر سره  کړې دي.

خبرپاڼې افغان ځواکونو ته د احتمالي اوښتې مرګ ژوبلې په اړه نه دي ویلي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ملي دفاع وزارت تائیدوي چې د هېواد ۱۱ ولایتونو کې افغان دولتي ځواکونو چاڼيز پوځي عملیات کړي دي او په ترڅ کې یې وسله‎والو ته مرګ‎ژوبله اوښتې ده

شریک یي کړئ