Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

الزهرا جومات برید کې وژل شوی رمضان سیاسی فعال وه

په کابل کې د الزهرا پر جومات د (غبرګولي په ۲۵ مه) برید کې وژل شوی، حاجي رمضان حسین‎زاده د هېواد سیاسي فعال او سوداګر وه.

ښاغلي حسین زاده له سیاسي اړخونو سره ښې اړیکې درلودې، خو د نوموړي پېژاند اصلي لاملونه سیاسي فعالیت، سوداګري او له خلکو سره د هغه مرسته ښودل کېږي.

د حسین‎زاده ملګری، محمد سرور وايي:«ښه سړی وه، سړه‎سواند وه خلکو ته، نه یوازې هرازه خلکو ته بلکې نوروخلکو ته هم.»

د نوموړي زوی، حاجي احمد څرګندوي:«ټوله ورځ د خلکو په سوچ کې وه، د موټر لرونکو، کراچۍ لرونکو او ټولو خلکو په درد یې خوړو.»

په همدې حال کې د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئيس، عبدالله عبدالله له یو شمېر سیاسي مشرانو سره د ښاغلي حسین‎زاده کور ته ورغلي او د نوموړي کورنۍ ته د ډاډ ګېرنې ترڅنګ دا برید غندلی دی.

Ramazan

د سولې عالي شورا مشر، کریم خلیلي هم د ښاغلي حسین‎زاده له کورنۍ لیدنه کړې.

Ramazan

د روژې میاشتې پیل راهیسې دا درېیم برید دی چې پر لمونځ‎کوونکو ترسره کېږي.

رمضان حسین‎زاده د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال، محمد محقق سره نېږدې اړیکې درلودې، تر ډېره خلک ترې د نوموړي له همکاریو خوشاله دي

شریک یي کړئ