Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امارات افغانستان ته سرتېري را لېږي

ټاکل شوې ده چې عربي متحده امارات افغانستان ته خپل سرتېري راولیږي. دا سرتېري به افغان سرتېرو ته د سلا ورکړې او روزنې دنده لري.

د هېواد ملي امنیت شورا هم ویلي چې د اماراتو لخوا د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغانستان ته د پوځیانو رالیږلو وړاندیز یې منلی دی.

د هېواد ملي امنیت شورا یوه خبرپاڼه کې چې تېره ورځ ناوخته(سې‎شنبې د غبرګولي۱۵مه) خپره شوې راغلي چې د عربي اماراتو سرتېري به له غوڅ ملاتړ ماموریت سره د شوي امنیتي تړون په چوکاټ کې د افغان سرتېرو روزنه، مشوره ورکولو او نظامي ملاتړ کارونه مخته وړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان، جنرال جان نیکلسن ویلي وه، متحده عربي امارات او قطر غواړي افغانستان ته خپل سرتېري راواستوي.

امارات افغانستان ته سرتېري را لېږي

د ملی امنیت شورا دفتر په خپره پاڼه کې د عربي متحده اماراتو سرتېرو شمېر په اړه څه نه دي ویل شوي

شریک یي کړئ