Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا:د طالبانو لیک د سولې لپاره د دغې ډلې د هوډ ښکارندوي نه کوي

امریکا د دغه هېواد خلکو ته د طالبانو لیک د سولې لپاره د نوموړې ډلې د هوډ ښکارندوی نه بولي.

د امریکا دبهرنیو چارو وزارت وایي له طالبانو د سولې له بهیر سره د یوځای کېدو هرکلی کېده، خو اوس د طالبانو وار دی چې له جګړې لاس واخلي.

د دغه وزارت ویاند وايي په کابل کې د طالبانو وروستي بریدونه د دې ډلې د ظلمونو ښودنه کوي او د امریکا خلکو ته د طالبانو لیک د سولې خبرو ته د نوموړې ډلې د اړ کېدو ښکارندويي نه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د پرانستي لیک په غبرګون کې وايي چې طالبان د خبرو اترو نیت نه‎لري.

دغه راز، امریکا يي جنرالان وايي ډاډمن دي چې پر طالبانو د هوايي او ځمکني بریدونو له زیاتوالي سره چې د ډانلډ ټرمپ د کړنلارې یوه برخه ده د طالبانو پوځي بندون به مات او طالبان به د خبرو مېز ته اړ باسي.

له دې سره جوخت د افغانستان د ملي دفاع وزارت هم پر طالبانو د بریدونو د زیاتوالي ټینګار کوي.

د ملي دفاع وزارت ویاند په دې اړه وویل:«دښمن ډېره مرګ ژوبله لیدلې ده او د مخامخ جګړې توان یې له لاسه ورکړی. اوس هم د جګړو په ډګرونو کې، پنځوس تر شپېته سلنې د دښمن فعالیت کم شوی دی.»

دغه راز، ولسمشر محمد اشرف غني له افغانستان څخه د پخواني شوروي د سرو پوځيانو د وتلو د ۲۹ مې کلیزې په مناسب جوړه شوې غونډه کې د وینا پرمهال هېواد والو د ترهګرو پرضد یووالي ته راوبلل.

ولسمشر غني څرګنده کړه:«اوس افغانستان د ترهګرو تر برید لاندې دی، له ټولو افغانانو غوښتنه دا ده لکه څرنګه چې د ترهګرو په وړاندې ودرېدل، د نړیوالۍ ترهګرۍ په وړاندې هم ودرېږي.»

دغه راز، د ناټو لوی سرمنشي د افغانستان د کړکېچ یوازينۍ حل لاره د سیمې د هېوادونو په همکارۍ کې بولي:« ناټو د افغانستان د ملي یووالي حکومت څخه ملاتړ کوي افغانستان یو خپلواکه حکومت لري موږ له دغه حکومت سره سیمه د همکارۍ لپاره هڅوو او د سیمې له همکارۍ پرته د افغانستان کړکېچ نه هوارېږي.»

د امریکا د ولسمشر لخوا له طالبانو سره د سولې خبرو رد څخه څو اونۍ وروسته امریکا هم پرطالبانو او داعش وسله والو د بي ۵۲ ډوله الوتکو هوایي بریدونه زیات کړل.

طالبانو په یو لیک کې له امریکا سره د خبرو اترو چمتووالي سربېره ګواښ هم کړی که امریکا له زوره کار واخلي حالات به نور هم کړکېچن شي.

اوس به ولیدل شي چې آیا  د طالبانو تازه  پوځي فشارونه به د جګړې په ډګر کې وځپل شي؟

شریک یي کړئ