Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکايي سناتور د افغانستان د جګړې د پای غوښتونکی شو

امریکايي سناتور، بیرني ساندرس چې د امریکا متحده ایالاتو راتلونکو ټاکنو ته خپله نوماندي اعلان کړه، د افغانستان د جګړې د پایته رسولو غوښتنه وکړه.

دغه دموکرات سیاستوال دوشنبې(د کب په ۱۳مه نېټه) په خپله تویټر پاڼه کې لیکلي وو چې د امریکا خلک نه پای ته رسېدونکې جګړې نه غواړي.

ده زیاته کړې چې د امریکا کانګرس باید د دغو ډول مداخلو د مخنیوي لپاره له خپلو واکونو کار واخلي.

په داسې حال کې چې امریکا او طالبانو استازو له یوه دوه ورځني ځنډ وروسته، دا دویمه ورځ ده چې په خبرو سره بوخت دي، خو تراوسه د دغو خبرو په اړه جزییات لا څرګند نه دي.

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي تر هغې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه هوګړه وروستۍ نه شي او دا چې افغانستان د بهرنیو په وړاندې ګواښ نه وي، د دواړو لورو د خبرو جزییات به په ډاګه نه شي.

همداراز طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي، د خبرو حساسوالي په خاطر دوی هڅه کوي چې په احتیاط سره عمل وکړي.

یوشمېر سرچینې وايي چې امریکا او طالبانو له خپلو تخنیکي ډلو سره په قطر کې د خبرو په ناسته کې ګډون کړی دی او د پرېکړو پر عملي کېدو سلا مشورې کوي.

دغه دموکرات سیاستوال دوشنبې(د کب په ۱۳مه نېټه) په خپله تویټر پاڼه کې لیکلي وو چې د امریکا خلک نه پای ته رسېدونکې جګړې نه غواړي

شریک یي کړئ