Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکايي سناټوران د افغانستان هندوانو ته دپناه ورکړې غوښتونکي شول

شلو امریکایي سناټورانو په یوه لیک کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیره د افغانستان هندو او سیکانو ته د پناه ورکړې غوښتنه کړې ده.

هغوی د امریکا د بهرنیو چارو له وزیره په یوه لیک کې غوښتي دي چې د افغانستان له هندو او سیک وګړو د ملاتړ لپاره چې د داعش له ځورونو او ګواښونو سره مخ دي.

د افغانستان هندو او سیک وګړي په وروستیو میاشتو کې د لوړو امنیتي ګواښونو تر سیوري لاندې ژوند کوي.

دغه هېوادوال په وروستیو کلونو کې په کابل، ننګرهار کې له سختو ترهګریزو بریدونو سره مخ شوي دي.

د روان کال په مارچ میاشت کې، بریدګرو د کابل په شوربازار سیمه کې د دغو لږکیو پر عبادت ځي برید وکړ چې په هغه کې ۲۵ تنه ووژل شول.
 
د امریکایي سناټورانو د لیک په یوې برخه کې راغلي دي:«په افغانستان کې سیک او هندو وګړي د خپل مذهب له امله د داعش له لوري له یوه وجودي ګواښ سره مخ دي. د مذهبي آزادۍ د ساتنې لپاره موږ د بهرنیو چارو له وزیر پومپیو نه ژر تر ژره غواړو چې د دغو مذهبي لږکیو د دفاع لپاره بنسټیز ګامونه پورته کړي.»

ورته مهال، دوه اوونۍ وړاندې د پکتیا په څمکنۍ ولسوالۍ کې یو سیک هېوادوال وتښتول شو او تراوسه یې برخلیک معلوم نه دی. د نادان سینګ مېرمنې په یوه لیک کې د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي غوښتي دي چې د هغه په خوشي کولو کې ورسره مرسته وکړي.
           
په ولسي جرګه کې د اهل هنودو استازی نرېندر سنګ خالصه وايي:«که چېرې حکومت جدي امنیتي تابیاوې او زموږ حق او حقوق رانه کړي شونې ده چې موږ وطن پرېږدو او له دې خاورې ولاړ شو.»
   
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین هم وویل:«د کورنیو چارو وزارت د ټولو هېوادوالو د امنیت د تامین مسوول دی او په ځانګړې توګه اهل هنودو ته متمرکز دی.»

د کابل د شورابازاز سیمه، هغه ځای چې د هېواد هندو او سیک وګړو د پراخ حضور شاهد و. خو د سږکال د داعش له برید او په دغه برید کې د پنځه ویشتو تنو له وژل کېدو وروسته دلته لاهم ډار او وېره خوره ده.
          
د کابل په شوربازار سیمه کې د هندوانو د کوڅې اوسېدونکی ویس وايي:«په تېر کې دلته یې ګڼه ګوڼه لرله. ډېری یې (هندو او سیک هېوادوال) له دې سیمې ولاړ او خپل مالونه یې هم وپلورل او شونې ده له کرنټين وروسته ډېری یې هېواد پرېږدي.»

د کابل په شوربازار سیمه کې د هندوانو د کوڅې اوسېدونکی محمد زیاتوي:«اهل هنود او هغه کسان چې دلته وو؛ شمېر یې زیات و. له دې وروسته چې پرې برید وشو، هغوی کم شول او دا ځای یې پرېښود.»

د امریکایي سناتورانو د لیک له مخې په افغانستان کې د سیک او هندو وګړو شمېر ۲۵۰زرو تنو ته رسېده؛ خو اوس مهال د امینتي ګواښونو او د وروستیو څو لسیزو ځورونو له امله د هغوی شمېر څه کم زرو تنو ته راکم شوی دی.

شریک یي کړئ