Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکايي پلاوي له طالبانو د تاوتریخوالي اوږد مهالی کمښت غوښتی

په قطر کې امریکايي پلاوي له طالبانو غوښتي چې د سولې هوکړه لیک د لاسلیک په خاطر؛ طالبان دې د لنډ مهال لپاره نه، بلکې د اوږد مهال لپاره د تاوتریخوالي د کمښت په اړه هوکړه وکړي.

طالبانو د امریکې دغه غوښتنه اوس له خپلو مشرانو سره شریکه کړې او په دې اړه سلامشورې روانې دي.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال لوی څارنوال مولانا جلال الدین شینواری په دې اړه وايي:«هلته د خلیلزاد صاحب له خوا وغوښتل شول چې د تاوتریخوالي کموالي په اړه دې په دایمي توګه هوکړه وشي چې طالبان په دې اړه له خپلو مشرانو سره مشوره کوي، ډېرې هیلې شته چې د هغه پایله مثبته وي.»

په قطر کې سرچینې وايي په دې ورځو کې د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ وقفه يي ناستې کېږي.

آزاد خبریال سمېع یوسفزی څرګندوي:«داسې برېښي چې د طالبانو او امریکايانو خبرې خورا سوکه شوي دي، او د هرې ورځې په تېرېدو سره د دواړو طرفونو ترمنځ د تفاهم کومه فضا چې رامنخته شوې وه، هغه بیا واټن سره پیدا کوي.»

له دې سره سره سیاسي ګوندونه او بهیرونه وايي حکومت د مرکچي پلاوي د جوړولو په اړه له هغوی سره مشوره نه ده کړې او دغه ګوندونه د ملي اجماع له رامنځته کېدو وروسته له حکومته غواړي له طالبانو سره د خبرو لپاره له دغې اجماع سره یو ځای شي.

د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق وویل:«موږ دا غوره ګڼو چې دغه پلاوی جامع وي او ارګ ناستي هم په کې شامل وي، که چېرې حکومت په هېڅ ډول نه حاضرېږي چې له دغې ملي اجماع سره یوځای شي، کېدای شي چې مذاکره د ملي اجماع له خوا وشي.»

خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي له طالبانو سره د افغان حکومت مرکچي پلاوی یو جامع پلاوی دی او د دغه پلاوي د جوړولو لپاره له ټولو سیاسي ګوندونو او بهیرونو سره خبرې او مشورې شوې دي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري زیاتوي:«د افغانستان اسلامي جمهوري مرکچي پلاوی کابو پنځه میاشتې مخکې له ټولو مطرح سیاستوالانو، د مدني ټولنې له بنسټونو او د افغانستان د خلکو له استازو سره د پراخې مشورې په پایله کې انتخاب شوی دی.»

افغان حکومت تمه لري چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ پایلې ته د خبرو له رسېدو وروسته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی کابل ته راشي او د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره خبرې اترې وکړي.

له دې مخکې طالبانو د تاوتریخوالي د لس ورځني کمښت د طرحې په اړه له امریکا سره د سولې د موافقې د لاسلیک په اړه هوکړه کړې وه خو و به لیدل شي چې ایا دا ډله به د اوږدې مودې لپاره د تاوتریخوالي د کمولو هوکړه وکړي که نه؟

شریک یي کړئ