Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکايي چارواکي:طالبانو سره له هوکړې وروسته د بریدونو کچه کمه وه

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر او لوی درستیز وايي چې له طالبانو سره د سولې هوکړې له لاسلیک د یوې اوونۍ په تېرېدو سره په افغانستان کې د یادې ډلې پریدونه په کلي ډول راټیټه شوې ده.

دا دوه امریکايي چارواکي وايي چې تر اوسه د افغانستان د ولایتونو پر مرکزونو د طالبانو کوم برید نه دی شوی.

د امریکا لوی درستیز، مارک میلي په دې اړه وايي:«هغه څه چې مهم دي دا دي چې موږ د هوکړې لاسلیک په څلورمه ورځ کې یوو او بریدونه لږ او کوچني دي. طالبانو پر ځینو شرایطو عمل کړی دی. له همدې کبله یې د ولایتونو پر مرکزونو او کابل کې بریدونه نه دي کړي. هیڅ ځانمرګی برید، کوم پيچلی برید او همداراز پر ایتلاف او امریکايي ځواکونو برید نه دی شوی.»

په همدې حال کې په بشپړه توګه د بریدونو نه درېدو لامل د طالبانو ترمنځ د تندلارو او منځلارو نه کنټرولیدل بولي.

د امریکا دفاع وزیر، مارک اسپر زیاتوي:«د مشرۍ ساتنه د هغې ډلې کسانو ته یوه ستونزه ده. دوی په پراخه توګه تندلاري او منځلاري لری او دوی له دې ستونزو سره لاس او ګریوان دي.»

سره له دې مارک اسپر د سولې لپاره رامنځهت شوی فرصت د افغانستان لپاره تاریخي بولي:«موږ یو تاریخي فرصت لرو. موږ د شنبې په ورځ قطر کې هوکړه لیک لاسلیک کړاو له دې سره هم مهاله زه کابل کې وم. دا هوکړه د افغانانو ترمنځ د خبرو لړۍ چې له پنځو ورځو په کم وخت کې به پیل شي، مشخص کوي.»

د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې تر راتلونکو نهوو میاشتو کې به افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر له ۱۳زرو اته زره او شپږو سوو ته راکم شي او وروسته له هغې به دغه سرتېري په بشپړه توګه ووځي.

امریکايي چارواکي وايي چې تر اوسه د افغانستان د ولایتونو پر مرکزونو د طالبانو کوم برید نه دی شوی.

شریک یي کړئ