Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکايي چارواکي: طالبانو سره د سولې هوکړه په شرایطو پورې تړلې ده

ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې وايي چې ولسمشر اشرف غني په المان کې د مونیخ امنیتي غونډې په څنډه کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پومپيو، د امریکا د دفاع وزیر مارک سپر او همدارنګه د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.

په دغې خپرپاڼه کې راغلي دي چې په دغې لیدنه کې د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو ویلي له طالبانو سره د سولې هوکړه، چې ښايي په راتلوونکو اوونیو کې وروستۍ شي، مشروطه منځپانګه لري.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ښاغلي پومپیو او ښاغلی سپر ویلي چې د هوکړه لیک هېڅ یو بند له شرط پرته نه دی او شونې ده چې طالبان په «غولوونکو» تبلیغاتو لاس پورې کړي، خو واقعیت او د موضوع اصل دا دی چې هغوی حاضر شوي چې له جګړې او تاوتریخوالي لاس واخلي او د تعدد پالې ټولنې ته غاړه کېږدي.

همدارنګه دواړه لوري د هغو میکانیزمونو په اړه چې د سولې بهیر پر مالکیت سربېره د افغانستان اسلامي جمهوري دولت پت او څارنې تضمین کوي هم په مفصله توګه خبرې کړې دي.

ښاغلي پامپيو وویل:«پرېږدئ چې طالبان هر څه وايي ودې وايي، له هر ځایه چې وايي ودې وايي، خو واقعیت دا دی چې هغوی باید له ترهګرۍ او القاعده ډلې سره مخه ښه وکړي او له جګړې لاس واخلي. موږ د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ځواکمن ملاتړي وو، یوو او وو به.» 

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، ښاغلی غني راتلوونکو اوونیو کې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو، د تولنې له بېلابېلو طبقو، مدني ټولنې او سیاسي کړیو سره سلامشورې پیل کړي چې هغوی له روان بهیر خبر او احتمالي فرصتونو او ګواښونو په اړه له هغوی سره خبرې وکړي.

ورته مهال د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې په اړه له هڅو هرکلی کړی او هغه یې د سولې لپاره یوه رېښتینې موکه بللې ده.

هغه د مونیخ په امنیتي غونډه کې ټينګار وکړ چې په افغانستان کې د اوږد مهالې سولې د راتګ لپاره، د افغانانو ترمنځ باید واقعي مذاکرا پیل شي او په افغانستان کې د تېرو کلونو لاسته راوړنې له منځه ولاړې نه شي.

المان وړاندیز کړی چې د افغانانو ترمنځ د مذاکرات کوربه وي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دغه ماتېدونکی سیاسي بهیر یوازې په یوې امنې فضا کې ترسره کېدای شي.

د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو ویلي له طالبانو سره د سولې هوکړه، چې ښايي په راتلوونکو اوونیو کې وروستۍ شي، مشروطه منځپانګه لري.

شریک یي کړئ