Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکايي چارواکی: افغانستان کې له پنځو اډو امریکايي سرتېري وتلي

یو امریکايي چارواکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، طلوع نیوز ته وايي هلمند، ارزګان، پکتیکا او لغمان ولایتونو کې له پنځو اډو امریکايي پوځيان وتلي دي.

دغه چارواکي ويلي دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې وروسته له یادو اډو سرتېري وتلي دي.

په همدې حال کې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند بیا وايي چې دوی به د داعش او القاعدې ډلو په څېر د ترهګرو ډلو سره د مبارزې ترڅنګ د افغان ځواکونو ملاتړ ته هم دوام ورکړي.

اوس مهال افغانستان کې امریکا متحده ایالاتو د خپلو سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ او ناټو ۱۲ زرو ته راکم کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک پر بنسټ د ۱۳۵ ورځو په اوږدو کې باید په افغانستان کې بهرني ځواکونه کم شوي وای، تاوتریخوالی کم شوی وای او د افغانانو ترمنځ خبرې اترې پيل شوې وای.

د دغې هوکړې له لاسلیکه لس ورځې وروسته باید ۵ زره طالب بندیان د افغان حکومت له بندخونو او همداراز زر دولتي کسان د طالبانو له بند خونې آزاد شوي وای او تر هغې وروسته د افغانانو تر منځ باید خبرې پیل شوې وای؛ خو لا هم روښانه نه ده چې دغه خبرې به کله پیل شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې طالبانو خپلې ژمنې نه دي عملي کړي او د سولې هوکړه لیک له لاسلیک وروسته د دغې ډلې خوځښتونه باید وڅارل شي.

د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړې له مخې، طالبان پر دې مکلف شوي چې، د القاعدې په ګډون له نورو ترهګرو ډلو سره باید خپلې اړیکې پرې کړي؛ خو له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو د دوام په هکله لا هم رپوټونه شته.

لا تر اوسه افغان حکومت شاوخوا ۴۲۰۰ طالب بندیان او طالبانو بیا څه باندې ۷۰۰ دولتي کسان خوشې کړي دي.

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې له مخې، د تېر کال د کب پر شلمه ورځ د افغانانو تر منځ له خبرو وروسته، امریکا د وږي تر شپږمې د طالبانو پر غړو د بندیزونو د لرې کولو په اړه بیا کتنه پیلوله او د افغانانو تر منځ د خبرو له پیلېدو سره سم د روان کال د غبرګولي تر نهمې پورې د بندیزونو د لرې کولو په اړه ځینې کارونه کړې وای؛ خو لا تراوسه هم دغه کارونه نه دي ترسره شوي.

شریک یي کړئ