د امریکا متحده ایالاتونو دفاع وزارت په افغانستان کې د القاعدې ډلې مهم غړي "قاری یاسین" وژل کېدل تائید کړي دي.
پنټاګون وايي چې "قاری یاسین" کابو یوه اوونۍ مخکې پکتیکا ولایت کې د بېپیلوټه الوتکې برید په پایله کې وژل شوی دی.
د امریکايي چارواکو په وینا، د القاعدې ډلې دا وژل شوی غړی پاکستان بلوڅستان ایالت وه.
د امریکا دفاع وزارت مالومات پر بنسټ "قاری یاسین" په ۲۰۰۸ زیږدیز کال کې د اسلام آباد پر یوه هوټل برید کې لاس درلود چې په ترڅ کې یې ۵۳ تنه ووژل شول
پنټاګون ویلي دي چې قاري یاسین په ۲۰۰۹ کال کې د لاهور په ښار کې د سریلانکا کرکټ لوبغاړو په بریدونو کې هم لاس درلود، په دې برید کې ۶ پولیس او دوه ملکي کسان ووژل شول او د لوبډلې ۶ غړي ټپیان شول.