Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا افغانستان کې د خپلو پوځیانو پرکمولو غور کوي

د امریکامتحده ایالاتو لوی درستیز، مارک میلي او د دغه هېواد دفاع وزیر، مارک اسپر په کانګرس کې ویلي چې افغانستان کې به د امریکايي پوځیانو پر کموالي غور وکړي.

د امریکا لوی درستیز ویلي دي چې افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې لپاره د سرتېرو کمول یو عملي انتخاب دی، خو دا یې نه دي ویلي چې د سرتېرو شمېر به څومره کموي.

دمګړۍ امریکا په افغانستان کې ۱۳ زره سرتېري لري.

بل لور د امریکا دفاع وزیر، مارک اسپر ویلي، طالبانو سره د سولې د خبرو سره سره، اړتیا ده چې د امریکا پوځ د ترهګرۍ ضد ماموریت باندې پام وساتي.

اسپر زیاته کړې باید دا تضمین شي چې افغانستان بیاځلي د ترهګرو لپاره په خوندي ځای نه بدلېږي.

د امریکا دفاع وزیر ویلي چې باید د دې تضمین وشي دا چې افغانستان بیا د ترهګرو په امن پټنځای نه بدلیږي

شریک یي کړئ