Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا افغان پوځ ته ۸ نورې بې پیلوټه الوتکې ورکوي

د داعش او طالب اورپکو د افغان امنیتي ځواکونو د بریدونو له زیاتوالي سره په ورته وخت کې، د امریکا متحده ایالاتو پرېکړه کړې چې د دغو بریدونو د زیاتوالي په منظور، افغان ملي پوځ ته اته بې پیلوټه الوتکې ورکړي.

د امریکې دفاع وزارت، د دغه هېواد د الوتکو د جوړولو له یوه شرکت سره د ۴۷ مېلیونو ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړی چې د هغه پر بنسټ دغه شرکت به اته «سګن ایګل» ډوله بې پیلوټې افغان امنیتي ځواکونو ته ورکړي.

امریکا له دې وړاندې هم ځينې دا ډول بې پیلوټه الوتکې افغان امنیتي ځواکونو ته ورکړې وې.

سګن ایګل، کوچنۍ بې پیلوټه الوتکه ده چې په ټيټه کچه الوت کوي او ډېری په جګړه‎ییزو ډګرونو کې د کشف او استخباراتو لپاره ترې کار اخیستل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ، د امریکې پوځ، تر راتلونکو ۹ میاشتو پورې افغان هوايي ځواکونو ته کابو د ۲۰ «بلک هاک» چورلکو له ورکړې خبر ورکړی وه.

د امریکا د پوځ چارواکي وايي چې په تېرو پنځو میاشتو کې، افغان هوايي ځواکونو ته یې ۱۱ بلک هاک چورلکې ورکړي دي.

تمه کېږي چې د روان زیږدیز کال تر پایه د افغان هوايي ځواکونو د بلک هاک چورلکو شمېر ۲۰ هغو ته ورسېږي، خو تر ۲۰۲۳ زیږدیز کال پورې په ټول کې افغان هوايي ځواکونه به ۱۵۹ بلک هاک چورلکې ولري.

د امریکې دفاع وزارت، د دغه هېواد د الوتکو د جوړولو له یوه شرکت سره د ۴۷ مېلیونو ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړی چې د هغه پر بنسټ دغه شرکت به اته «سګن ایګل» ډوله بې پیلوټه الوتکې افغان امنیتي ځواکونو ته ورکړي.

شریک یي کړئ