Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا او روسیه: نړیواله ټولنه د اسلامي امارت بیا جوړېدل نه مني

د امریکا متحده ایالات او روسیه په ګډه اعلامیه کې وايي چې نړیواله ټولنه اسلامي امارت په رسمیت نه پېژني او د دغه امارت بیا جوړېدل هم د نړیوالې ټولنې لپاره د منلو نه دي او نه به له هغوی ملاتړ وکړي.

دغه ۱۲ ماده ییزه اعلامیه چې تېره ورځ (جمعه د کب په ۱۶مه) خپره شوې، د امریکا او روسیې د استازو د هغې غونډې محصول دی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک له لاسلیک یوه ورځې مخکې د فبرورۍ په ۲۸مه د کب په ۹مه جوړه شوې وه.

د دغې اعلامیې په لومړنۍ ماده کې، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هکړه لیک له لاسلیکه هرکلی شوی او دواړو لورو دغه هوکړه د جګړې د پای او د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره یو مهم ګام ګڼلی دی.

په دویمه ماده کې امریکا او روسیې د حکومت، خلکو، نړیوالې ټولنې، د افغانستان سیاسي مشران او طالبانو په همکارۍ د سولې د هوکړې د لاسلیک لپاره ژمن دي. په درېیمه ماده کې، هم ویل شوي چې بشپړه او تلپاتې سوله یوازې د افغانانو د ټول شموله خبرو اترو له لارې شونې ده.

د دغې اعلامیې په نورو مادو کې، د طالبانو له خوا د خبرو اترو د پیل او تاوتریخوالي د کمښت لپاره د طالبانو له ژمنې هرکلی شوی او همدارنګه له لورو غوښتل شوي چې تاوتریخوالی ډېر کم کړي چې د افغانانو ترمنځ خبرو اترو ته زمینه برابره شي. 

د دغې اعلامیې په اومه ماده کې، په افغانستان کې له طالبانو او نورو توندلارو ډلو څخه غوښتل شوي، د دې لپاره چې د افغانستان خاوره د داعش، القاعدې او نورو ترهګرو ډلو له خوا د نورو هېوادونو د ګواښلو لپاره نه استفاده کېږي، د ضمانت لپاره بنسټيز ګامونه پورته کړي.

د امریکا او روسیې د ګډې اعلامیې په اتمه ماده کې راغلي دي، تمه ده چې د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو په لړ کې، لوري دې اوربند وکړي چې مرکچي پلاوي وکړای شي د سولې پر هوکړې کار وکړي.

د دغې ګډې اعلامیې په بله برخه کې، امریکا او روسیې له افغانانو غوښتي چې د بندیانو د ازادېدو او اوربند لپاره ژر تر ژره خبرې اترې پیل کړي.

د دغې اعلامیې په نورو مادو کې، امریکا او روسیې د افغانستان لپاره د سیاسي او اقتصادي مرستو د دوام لپاره خپلې ژمنې څرګندې کړې دي. او له نورو هېوادونو یې هم غوښتي چې له افغانستان سره د سولې د ټینګښت په درشل کې مرسته وکړي.

د دغې اعلامیې په څلورمه ماده کې ویل شوي چې نړیواله ټولن اسلامي امارت په رسمنیت نه پېژني او د هغه بیا ځلې جوړېدل د منلو وړ نه دي.

شریک یي کړئ