Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا افغانستان سره یومیلیارد ‌‌‌‌‌‌ډالره مرسته ځن‌‌‌‌‌‌ډوي

وروسته له دې چې کابل کې له لسمشر غني او عبدالله عبدالله سره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپيو لیدنې بې پایلې پایته ورسېدې، امریکا اعلان وکړ چې سږ کال به افغانستان سره خپلې مرستې یو میلیارد ‌‌‌‌‌‌ډالر او راتلونکي کال کې هم یو میلیارد کمې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي دي:«امریکا متحده ایالات په ژوره توګه خواشینی دی چې ولسمشر اشرف غني او پخولنی اجراییه رییس عبدالله عبدالله، وزیر پومپيو ته خبر ورکړ چې دوی نه دي توانیدلي چې پر داسې حکومت هوکړې ته ورسېږي چې ستونزو او سولې امنیت ته رسېدنه وکوي. څو د افغانستان خلکو هوسلینې لپاره زمینه برابره کړي.»

اعلامیه زیاتوي:«امریکا متحده ایالات د دوی(غني او عبدالله) له دغه کار چې زموږ ګ‌‌‌‌‌‌ډو موخو او افغانستان لپاره څه مانا لري، ناهیلې ده. د دوی ناتواني د افغانستان او امریکا ګټو ته زیان اړولی دی او له بده مرغه هغو افغان، امریکایانو او د ایتلاف همکارانو ته چې د دغه رانلونکې لپاره یې ځانونه قربان کړي دي بې احترامي شوې ده.»

امریکا همداراز ګواښ کړی چې د افغان مشرانو ناتواني د امریکا ګټو ته مستقیم زیان رسوي او دغه هېواد له افغانستان سره پر خپلو همکاریو کتنه کوي.

اعلامیه زیاتوي:«د نورو اقداماتو سره نن موږ خپلو لګښتونو کې تعدیل اعلانوو او افغاستان سره خپلو مرستو کې سږ کال کمښت راولو. موږ به د ټولو پروګرامونو او پروژو په تړاو بیا کتنه پيل کړو تو ‌‌‌‌‌‌ډېر کمښت وګورو او افغانستان سره به خپلې مرستې له دونرانو سره وڅېړو.»

د علامیې له مخې:«موږ افغان مشرانو ته روښانه کړه چې موږ هغه عملیات چې سیاسي تحرک لري ملاتړ یې نه کوو او هغه کسان چې د داسې تحرکاتو مشري کوي او هغه کسان چې د موازي حکومت ملاتړ کوي، ملاتړ یې نه کوو.»

د امریکا د بهرنیو‌چار‌ وزارت اعلامیې ویلي چې افغانستان کې سیاسي هوکړه د حل لار ده، خو ګورو چې افغان مشرانو خپلې ژمنې نه دي عملي کړي او تر اوسه د سولې خبرو لپاره یې پلاوی نه دی جوړ کړی، او موږ به له طالبانو سره د هوکړې له مخې خپل ځواکونه په مشروط ‌‌‌‌‌‌ډول له افغانستانه وباسو.

اعلامیې ویلي که افغان مشران ګ‌‌‌‌‌‌ډ حکومت او افغانستان کې د امینت تامین او دسولې بهیر کې ګ‌‌‌‌‌‌ډون وکړي، موږ به د مرستو پر کمښت بیا کتنه وکړو او امریکا به له دغو هڅو ملاتړ وکوي.

امریکا همداراز ګواښ کړی چې د افغان مشرانو ناتواني د امریکا ګټو ته مستقیم زیان رسوي او دغه هېواد له افغانستان سره پر خپلو همکاریو کتنه کوي

شریک یي کړئ