Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا افغانستان کې د خپلې تګلارې په اړه روسیې ته مالومات ورکړل

روسي رسنیو راپور ورکړی دی چې سې‎شنبې(د وږي۷مه) راپور ورکړی دی چې په مسکو کې د امریکا متحده ایالاتونو سفیر، جان تیفت د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له مرستیال، ایګور مرګولوف سره په لیدنه کې په افغانستان کې د واشنګټن د نوې تګلارې په اړه مالومات ورکړي دي.

له دې سره، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، مسکو په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور په اړه وضاحت غواړي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په افغانستان کې به د امریکا نوې تګلاره مثبتې پایلې ونلري، ځکه له طالبانو سره د خبرو پر ځای له زور څخه کار اخیستل په پام کې نیول شوی دي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي دي:«په افغانستان کې د امریکا نوې تګ‎لارې اتکا ناسمه ده، ځکه چې د پخواني ولسمشر، بارک اوباما پرمهال هم داسې تګ‎لاره پلې شوه، خو پایله یې نه درلوده.»

همداراز ویل شوي دي چې د امریکا پوځیانو کارکړنو نه روښانه کېدل روسیه او د سیمې هېوادونه اندېښمن کړي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر همداراز څرګنده کړې ده چې مسکو په دې برخه کې پر یو شمېر هېوادونو فشار راوړل نه مني او د افغانستان حالاتو هواري په موخه د سیمې هېوادونو برابرې هم‎غږۍ غوښتونکی دی.

ده همداراز په افغانستان کې د داعش پراختیا او نشه‎يې توکو سره د مبارزې نشتوالی د امریکا د تګلارې زیانونه بولي.

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ د افغانستان په اړه خپله نوې تګلاره اعلان کړه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د امریکا او روسیې ترمنځ د تګلارې په اړه لیدنه کې په افغانستان کې د دواړو هېوادونو پر همکارۍ ټینګار شوی دی

شریک یي کړئ