د امریکې متحده ایالاتو ملي پوځ ویلي دي چې د افغانستان د ملي پوځ لپاره ۷ ټرانسپورټي الوتکې پېري.
د امریکا متحده ایالاتو ملي پوځ ویلي چې د افغان پوځ هوايي ځواکونو ته «اې سي ۲۰۸» ډوله ټرانسپورټي الوتکې چې د هغه جوړونکی شرکت په امریکې کې دی پېري.
دمګړۍ هم د افغانستان ملي پوځ څو «اې سي ۲۰۸» ډوله الوتکې د سرتېرو او افسرانو د لېږد لپاره لري، خو نوې الوتکې له اوسنیو الوتکو به عصري وي.
د امریکې هوايي ځواکونو اعلان کړی چې دغه شرکت به اوه الوتکې د څېړنې او تصویب لپاره د هوايي سیسټم ډلې ته به وسپاري.
له دې وړاندې، د امریکا پوځ ویلي دي چې د افغانستان هوايي ځواکونه د ځواک او الوتکو له پلوه درې برابره وي.
اوس دغه ځواکونه څه باندې ۱۲۰ بېلابېلې الوتکې لري او ټاکل شوې ده چې د څلورو کلونو په لړ کې، د دغو الوتکو شمېر څه باندې ۴۰۰ الوتکو ته ورسېږي.