Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا د دوو بهرنیو استادانو له خوشې کولو هرکلی کړی

سپینې ماڼۍ سې‎‌شنبې (د لړم په ۲۸مه نېټه) په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو له خوشې کولو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا دوه کسان اوس تر درملنې لاندې دي، او ډېر ژر به له خپلو کورنیو سره یوځای شي.

سپینې ماڼۍ د یادو استادانو د خوشې کولو له کبله د افغانستان له حکومته مننه کړې او زیاته کړې یې ده چې امریکا افغانستان کې د سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

په همدې حال کې د  امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو هم په افغانستان کې د دوو بهرنیو استادانو له خوشې کولو هرکلی کړی دی، ویلي یې دي چې دغه استادان به لنډ وخت کې خپلو کورنیو ته ورشي.

پومپیو هیله څرګنده کړې څو د یادو استادانو خوشې کول، وکولی شي افغانستان کې د سولې راتګ او د جګړې پای لپاره مرسته وکړي.

همداراز په کابل کې د امریکا سفیر، جان بس هم د دغو دوو استادانو خوشې کول «مهم بشردوستانه» ګامونه بللي دي چې د افغانستان حکومت او طالبانو لخوا پورته شول.

بس څرګنده کړې چې هر ګام به په خپل ځواب کې د بل ګام اخیستو ځواب ولري او دا ګامونه به د سولې لپاره زمینه برابره کړي.

په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون دوه بهرني استادان په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې وتښتول شول او وروسته له دریوو کالو د حقاني ډلې د دریوو بندیانو، انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید د خوشې  کولو په بدل کې له بنده ازاد کړل شول.

کابل کې د امریکا سفیر هم د دغو دوو استادانو خوشې کول «مهم بشردوستانه» ګامونه بللي دي

شریک یي کړئ