Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا د مسکو له درې اړخیزې غونډې هر کلی وکړ

د افغانستان په اړه د روسیې،چین او پاکستان درې اړخیزه غونډه تېره میاشت د مسکو په ښار کې جوړه شوه،خو افغان حکومت په دغو خبرو اترو کې حضور نه درلود.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي،د سې‎شنبې په ورځ(مرغومې په ۱۴ مه)ویلي چې هېواد یې د افغانستان په اړه د روسیې،چین او پاکستان ترمنځ له درې اړخیزې غونډې څخه هرکلی کوي او واشنګټن د افغانانو ترمنځ د سولې له مذاکرې څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

هغه په یوې خبري ناسته کې وویل:«موږ تراوسه په دې باور یوو چې د پرمختګ لپاره دا سمه لاره ده زموږ دغه باور بدلون نه دی کړی او له ولسمشر غني او اجرائیه رییس عبدالله عبدالله څخه زموږ ملاتړ د تېر په څېر په خپل ځای دی.»

هغه د ناستې په اوږدو کې زیاته کړه:«خو ملت – دولتونه او افغانستان د یوه ملت – دولت په څېر له ګاونډیو او نورو هېوادونو سره چې ګډې موخې سره تعقیبوي،د دوه اړخیزو او یا څو اړخیزو مذاکراتو حق او مسؤولیت لري.»

خو هغه څرګنده کړه چې هغه نه‎شي کولای د دغو خبرو اترو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړي،ځکه چې د امریکا متحده ایالاتو په دغې غونډه کې حضور نه‎درلود.

د ګلبدین حکمتیار نوم د ملګرو ملتونو د تور نوملړ څخه د بهر کېدو لپاره د افغانستان د اقدام په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل:«د بندیزونو د کمېټې غونډې پټې دي او موږ نه‎شو کولای د هغه په اړه څه ووایو،نو پر دې بنسټ،زه څه نه ‎لرم چې په دې اړه له تاسو سره یې شریک کړم.»

د افغانستان په اړه د روسیې،چین او پاکستان درې اړخیزه غونډه تېره میاشت د مسکو په ښار کې جوړه شوه،خو افغانستان په دغو خبرو اترو کې حضور نه‎ درلود.

شریک یي کړئ