Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا ته د طالبانو د سولې پیغام په اړه د افغان حکومت غبرګون

د افغانستان حکومت، له امریکې سره د طالبانو د سولې خبرو اترو د پیغام په غبرګون وايي، که‎چېرې طالبان افغانان وي نو باید له کابل سره خبرې وکړي.

د ولسمشر غني د دفتر مرستیال وایي افغان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو ته شرط نه لري او په هر ځای چې طالبان وغواړي خبرې ورسره کوي.

د کابل او واشنګټن د سیاسي فشارونو په لړ کې د طالبانو له‎خوا د خبرو لپاره د شنه څراغ په ښودلو سره ایا دا ډله خبرو ته حاضرېږي؟

طالبانو په خبرپاڼه کې جګړه د افغانستان د کړکېچ د حل لار نه بولي او له امریکايي چارواکو غواړي د افغانستان وضعیت ته د سوله‎يیز حل د موندلو لپاره په دوحه کې د دې ډلې له سیاسي دفتر سره مستقیمې خبرې وکړي.

په سټراټېژيکو او رسنیزو چارو کې د ولسمشر د دفتر مرستیال هارون چغانسوري په دې اړه وویل:« هغوی بیا له امریکې غوښتي چې موږ له امریکې سره د مستقیم خبرو اترو لپاره چمتو یوو خو افغان حکومت ورته وايي چې افغان یاست له افغانستان سره مذاکره وکړئ، افغان حکومت مذاکراتو ته چمتو دی.»

د سولې عالي شورا د طالبانو د دغه پيغام په اړه داسې وايي.

د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري وویل:«نن موږ له قید او شرط څخه پرته د سولې د خبرو اترو د پیل لپاره لرو، ځکه چې د افغانانو ترمنځ دي د سولې د بهیر واکمني او مشري د افغانستان په غاړه لري اعلان کړې مو ده او زموږ د نظام مخالف وسله‎وال چې هر چېرته غواړي مذاکره وکړ، هلته دې دایره شي موږ حاضر او چمتو یوو چې هلته ورته اسانتیاوې برابرې کړو.»

له دې مخکې په هېواد په تېره بیا پلازمېنه کې د طالبانو له مرګونو بریدونو وروسته ولسمشر غني اعلان وکړ چې طالبانو د بې ګناه خلکو په وژلو سره د خبرو فرصت له لاسه ورکړی او حکومت به له دې وروسته سوله د جګړې په ډګرونو کې ولټوي.

د امریکا ولسمشر هم د دغو بریدونو په غبرګون کې وویل طالبان هرې خوا ته بې ګناه خلک وژني او اوس به له طالبانو سره خبرې ونه‎کړي.

واشنګټن تراوسه د طالبانو د دغه نوي پيغام په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو طالبانو په خپله خبرپاڼه کې د سوېلي او منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې وروستیو څرګندونو ته اشاره کړې چې ویلي یې دي د طالبانو پر مخ د خبرو دروازې پرانیستې دي او هغه طالبان چې له تاوتریخوالي لاس واخلي، له ترهګرو بېل شي او همداراز د افغانستان د اساسي قانون پيروي وکړي د سولې په خبرو کې ګډون کولای شي.

خو طالبان وايي له واشنګټن سره مستقیمې خبرې به د افغانستان کړکېچ ته د حل لارې له پيدا کولو سره مرسته وکړي. 

شریک یي کړئ