Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا غزني کې د الوتکې لوېدو له سیمې د خپلو پوځيانو مړي وړي

افغانستان کې امریکايي ځواکونو چهارشنبې (د سلواغې په ۹مه نېټه) د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې دغو ځواکونو په غزني ولایت کې د خپلې الوتکې د لوېدو له کبله د خپلو وژل شویو پوځیانو مړي ترلاسه کړي دي.

دغه الوتکه دوشنبې د غزنې ولایت په ده یک ولسوالۍ د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې ولوېده.

خبرپاڼې زیاته کړې ده، د الوتکې توره بکسه چې د نسکورېدو څرنګوالي په تړاو مالومات په کې زېرمه کېږي، هم د امریکايي ځواکونو لاسته ورغلې ده.

خبرپاڼه زیاتوي چې د نسکورېدو لامل تر څېړنې لاندې دی، خو داسې نښه چې الوتکه د "دښمن" لخوا ویشتل شوې وي، نشته.

ویل کیږي چې امریکايي ځواکونو د الوتکې پاتې‎شوني له منځه وړي دي.

د امریکا پوځ دغه ډول څلور الوتکې درلودې.

د امریکا ملي پوځ یوازې څلور دا ډول کشفي او استخباراتي الوتکې په واک کې لرلې.

په غزني کې د "A-E11"ډوله امریکایي الوتکې له غورځېدو یوه ورځ وروسته امریکايي ځواکونه د دغې الوتکې څلور خواوې له هوا څاري او چا ته د نږدې کېدو اجازه نه ورکوي.

د امریکايي ځواکونو د معلوماتو له مخې دغه الوتکه د کندهار په هوايي ډګر کې وه.

دغه الوتکه دوشنبې د غزنې ولایت په ده یک ولسوالۍ د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې ولوېده

شریک یي کړئ