د امریکې متحده ایالاتو له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو لپاره یوې لومړنۍ هوکړې ته لاسرسۍ پیدا کړي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي چې د امریکا د حکومت د یوې لومړنۍ هوکړې پر بنسټ، له افغانستانه د خپلو شپږ زره سرتېرو د وتلو لپاره چمتووالی نیسي، چې د دغو سرتېرو له وتلو وروسته به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر به اته تر نهو زرو تنو ورسېږي.
امریکايي چارواکو ویلي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د کمېدو په مقابل کې طالبان به د اوربند اعلانولو ته اړمن کړي او له القاعدې سره به خپلې اړیکې پرې کړي.
یوه امریکايي چارواکي ویلي چې له طالبانو سره د امریکایانو ۸۰ تر ۹۰ سنلې هوکړه وروستۍ شوې او د پاتې ۲۰ سلنې په اړه کار به ستونزمن وي.
یو بل امریکایی چارواکی وايي چې د هوکړې وروستي کېدل، د امریکايي سرتېرو کمېدل او یوې پراخې سولې ته رسېدل به، د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مذاکراتو پيل ته به هم اړمن وي.
کهڅه هم امریکايي چارواکو ویلي چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو له ترسره کېدو مخکې به د سولې یوې ټول شموله هوکړې ته رسېدای شو، خو دغه چارواکي ګواښ کوي چې شونې ده د طالبانو مشران به د هغه وروستي کېدل وځنډوي.