Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا له جګړې پرته د افغانستان لپاره د حل‎لارې په لټه کې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، رکس ټېلرسن ټینګار کوي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان په اړه داسې یوه لار لټوي چې جګړه پکې نه وي.

ریکس ټیلرسن دوشنبې( د زمري۱۶مه) ویلي دي،  امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ نه غواړي په افغانستان کې حالات د پخواني ولسمشر، بارک اوباما د حکومت د دورې په څېر حالت وي.

نوموړی وړاندې وايي، ټرمپ په افغانستان کې په پخوانۍ بڼه د جګړې په دوام خوښ نه دی.

ده ویلي دي چې ولسمشر ټرمپ لارښوونه کړې ترڅو د افغانستان په اړه له جګړې پرته نورې لارې ولټول شي.

ټلرسن زیاته کړې ده:«ولسمشر یو شمير مستقیمې پوښتنې کوي او فکر کوم چې دا پوښتنې ښې دي، دا هغه پوښتنې دې چې مخکې هېچا د هغې پوښتلو ته لېوالتیا نه درلوده.»

ده هیله څرګنده کړې چې د ولسمشر دا پوښتنې مناسب او بشپړه ځواب پیدا کړي تر څو له مخې یې هراړخیزه کړنلاره ولټول شي.

ټلرسن وايي چې د افغانستان ټرمپ افغانستان جګړې څخه خوښ نه دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر څرګندوي چې ولسمشر او د امریکا د ملي امنیت شوا درې ځله د افغانستان جګړې په اړه خبرې کړې دي او د ولسمشر مرستیال، مایک پنس او ټرمپ د کړنلارې څېړنې ته لېواله دي.

د هغه په وینا له جګړې پرته نور غوراوي هم شته او دا یوازې خبره ده چې امریکا له جګړې پرته بله لاره نه لري.

د امریکا ولسمشر د ملي امنیت سلاکار په وینا، مخکې له دې ټرمپ ویلي وو، هغه کسان چې له طالبانو او حقاني ډلې ملاتړ کوي، باید چلند یې بدل شي.

اچ آر مک ماسټر له ان اس ان بي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي وو چې د پاکستان چلند باید بدل شي.

امریکا اوس‎مهال په افغانستان کې ۸۴۰۰ سرتېري لري چې افغان ځواکونو ته د سلا مشورې او روزنې ماموریت مخې ته وړي.

د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر، رکس ټېلرسن وايي چې د ټرمپ سپارښتنه کړې تر څو په افغانستان کې له جګړې پرته نور غورواي په پام کې ونیول شي

شریک یي کړئ