Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا له غني د لوړې مراسمو ځنډولو غوښتنه کړې

رویټرز خبري اژانس د دوو سرچینو له قوله خبر ورکړی چې امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر غني غوښتنه کړې، څو د نوي ولسمشر په توګه د لوړې مراسم چې ټاکل شوې وه د پنج شنبې په ورځ ترسره شي، وځنډوي.

دغو سرچینو دوشنبې(د کب په ۵مه نېټه) همداراز هغو اندېښنو ته اشاره کړې چې د ولسمشر غني لخوا د لوړې مراسمو ترسره کول به د اجراییه رییس، عبدالله عبدالله سره ستونزې زیاتې او د سولې روان بهیر له ستونزو سره مخامخ کړي.

په داسې حال کې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو پایلو اعلان سره ولسمشر غني بریالی اعلان کړ، خو عبدالله عبدالله هم ځان د ټاکنو بریالی وباله او اعلان یې وکړ چې "ټول شموله" حکومت به رامنځته کوي.

راپور کې زیاته شوې چې د ستونزو راپورته کېدو اندېښنې لپاره د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد د یوې اوونۍ راهیسې په کابل کې دی او هڅه کوي چې غني او عبدالله د لوړې مراسمو له ترسره کولو منع کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او سپينې ماڼۍ په دې تړاو څه نه دي ویلي.

ښاغلي خلیلزاد په دوشنبې له پخواني ولسمشر حامدکرزي، ګلبدین حکمتیار، عبدرب الرسول سیاف، جنرال دوستم او ځينو نورو سیاستوالانو سره کتلي دي او د ټاکنو د پایلو له امله رامنځته شویو جنجالونو د هواري په هکله یې ورسره سلامشورې کړې دي.

همدا شان افغانستان کې د ناټو ملکي استازی، نیکولاس کي له ټولو خواوو غواړي چې ملي یووالي او سولې بهیر ته لومړيتوب ورکړي او امریکا له هغو کسانو چې د ستونزو لامل کیږي، ملاتړ نه کوي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې لخوا د عبدالله عبدالله د لوړې لپاره د تیاري په اړه داسې غبرګون وښود:"د ټاکنو بهیر رسماً پای ته رسېدلی او د افغانستان خلک د اساسي قانون پربنسټ ښاغلی غني یې د منتخب ولسمشر په توګه تعین کړی او ټاکل شوې چې تر راتلوونکو څو ورځو د لوړې مراسم ترسره شي او په دغو مراسمو کې به سیاستوال او د افغانستان خلک ګډون وکړي."

رویټرز همداراز ویلي چې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت په دې تړاو رسنیو ته مالومات نه دي ورکړي

شریک یي کړئ