Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې ۹ مېلیارد ډالر لګولي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی څارونکی یا سیګر وايي چې امریکا په افغانستان کې، د تېرو ۱۷ کلونو په لړ کې له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې کابو ۹ مېلیارده ډالر لګولي دي. 

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی څارونکی جان سپکو د امریکا کانګرس ته لیکلي چې، لا هم د دغه هېواد په صادراتي توکو کې تر هر بل هغه نشه يي توکي لوړه بیه لري.

د سیګر په راپور کې راغلي چې:«د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې د دفتر په وینا په افغانستان کې د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ د نشه يي توکو اقتصاد دوه پر درېیم شوی و؛ خو لا هم له شپږو تر یولس سلنې ناخالص ملي تولید جوړوي او د دغه هېواد له قانوني صادراتو لوړه بیه ښيي.»

د دغه راپور په بله برخه کې په افغانستان کې د نشه کوونکو ټابلیتونو یا "ټابلیټ ک" د تولید او ګټې اخیستنې پر ډېروالي هم اندېښنه څرګنده شوې ده.

جان ساپکو همداراز لیکلي چې، په ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو کرکیله د حکومت د مبارزې له امله کمه شوې نه ده؛ بلکې د وچکالۍ له امله کمه شوې ده.

خو د کورنیو چارو وزارت بیا دغه راپور ردوي.

میرزا محمد یارمند نصرت رحیمي وویل:«په یوه وروستي کال کې د بل هر کال په پرتله له نشه یي توکو او مسکراتو سره جدي اقدام شوی او زموږ عملیاتي برخې بې مخینې لاسته راوړنې لرلې دي.»

ورته مهال د ولسي جرګې ځینې غړي او همدارنګه پخواني پوځيان وايي تر هغې چې په بهر کې د نشه یي توکو د پلور بازار او په افغانستان کې د قاچاق وړونکو ترمنځ اړیکه پرې نه شي، له نشه یي توکو سره مبارزه به کومه مانا ونه لري.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون مشر فدامحمد الفت صالح وايي:«زما په اند د نشه يي توکو د کرکېلې او قاچاق د دوام اصلي برخه، د نشه يي توکو د نړیوال پلور نه پرېکون دی. له همدې امله موږ د نشه يي توکو د مبارزې په برخه کې ښې لاسته راوړنې نه لرو.»

مخکینی پوځي میرزامحمد یارمند بیا څرګندوي:«امریکا د زیان پېژندنې په برخه کې دقت نه دی؛ دلته له ډېرو پیسو سره هغه کسان راغلي او ګومارل شوي! چې پانګه یې داسې مصرف کړې چې کومه پایله یې نه ده لرلې.»

د دغه راپور له مخې په افغانستان کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې تر ټولو ډېره مرسته د امریکا دفاع وزارت کړې؛ خو لا هم د افغانستان په نا امنو سیمو کې کوکنار کرل کېږي.

د سیګر د رپوټ پر نبسټ، نشه يي توکو د افغانستان له شپږو تر یولس سلنې ناخالص ملي تولید جوړوي چې دا د هېواد له قانوني صادراتو لوړه بیه ښيي.

شریک یي کړئ