Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا په ټاکنو کې د درغلیو د څېړنې تمه لري

په ناټو تړون کې د امریکا متحده ایالاتو سفیره وايي چې واشنګټن په افغانستان کې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د درغلیو د تورونو د څېړنې غوښتنه وکړه.

نوموړې چې نن(چهارشنبې د لړم په ۲۹مه نېټه) د ناټو په مقر کې خبرې کولې زیاته کړې امریکا د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د علان تمه لري.

په داسې حال کې چې د دوو میاشتو په تېریدو آن د افغانستان د ټاکنو لومړنۍ پایلې نه دي اعلان شوې، واشنګټن د دغو انتخاباتو د پایلو د اعلان غوښتنه کوي.

په ناټو کې د امریکا سفیره، کي بیلي هاچیسن وايي:« موږ هیله من یو چې افغان حکومت ټول ټاکنیز تورونه تعقیبوي، موږ د ټاکنو د پایلو په تمه یو، تاسو ښایي په افغانستان کې وئ چې څومره ستونزمنه ده چې وویل شي انتخابات په ښه توګه وشول، د طالبانو ګواښونو ته په پام سره په ټول هیواد کې په ټاکنو کې د خلکو ګډون د پام وړ و.»

په ناټو سازمان کې دغه امریکايي چارواکی وايي د افغانستان د ټاکنو د پایلو زرترزره اعلان د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرستې لپاره اړین دی.

کي بیلي هاچیسن زیاته کړه:« زه ویاړم چې افغانانو رایه ورکړه او تمه لرم چې پایلې زرترزره اعلان شي، تر ټولو مهمې د افغانانو ترمنځ خبرې په افغانستان کې سولې ته د رسیدو لپاره اړینې دي.»

له بلې خوا د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د چهارشنبې په ورځ د نورو نړیوالو مسلو ترڅنګ د افغانستان د وضعیت په اړه هم بحث او خبرې وکړې.

د ناټو عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ څرګندوي:« په افغانستان کې زموږ ماموریت تراوسه زموږ تر ټولو لوي پوځي عملیات دي چې موخه یې له ترهګرۍ سره مبارزه او په دې اړه ډاډ ترلاسه کول دي چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو په امن پټنځاي بدل نه شي.»

ناټو په افغانستان کې کابو شپږ زره پوځیان لري چې د افغان ځواکونو په روزنه او هغوي ته په مشورې ورکولو بوخت دي. ددغو ځواکونو ترڅنګ کابو دوولس زره امریکایي پوځیان هم په افغانستان کې فعالیت لري چې تر ډیره له افغان ځواکونو سره په مرستې او له ترهګرۍ سره په مبارزې بوخت دي.

شریک یي کړئ