Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکې د طالبانو او حقاني شبکې پر شپږو غړو بندیزونه ولګول

د امریکا د خزانه‎دارۍ وزارت ویلي دي چې د څلور افغاني او دوه پاکستاني وګړي چې د طالبانو او حقاني شبکې د مالي سرچینو او بریدونو د زمینې په برابرولو کې ونډه لري، د امریکا له خوا پرې بندیز لګول شوی دی.

د امریکا متحدو ایالتونو د خزانه دارۍ وزارت له‎خوا د یوې اعلامیې پر بنسټ دغه شپږ کسان هر یو عبدالصمد د افغانستان او پاکستان دوه ګوني تابعیت لرونکی، د طالبانو د مالي برخې مرستیال او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان بانک رییس عبدالقدیر بصیر چې په ۲۰۱۷ زیږدیز کال په کنړ ولایت کې طالب قومندانانو ته زره ګونه ډالر چمتو کوونکی، حافظ محمد پولزی د طالبانو د مالي کمېسیون غړی او د افغانستان په سوېل کې د هغوی مالي مسوول، مولوی عنایت الله د افغانستان په ډېر شمېر ولایتونو کې د طالبانو پوځي مسوول او د پېښور شورا پخوانی غړی، فقیرمحمد د حقانې شبکې مالي مسوول او ګلاخان حمیدي د حقانې شبکې د تکنالوژۍ برخې مسوول او انساني قاچاق وړونکی له بندیزونو سره مخ شوي دي.

د پنټاګون ویانده ډنا وایټ وايي:« موږ تل وايو دا له پاکستان سره زموږ اساسي خبره ده، موږ غواړو سوېلي اسیا ته د تګلارې له مخې پاکستان په سیمه کې د حل لارې یوه برخه وي، موږ غواړو پاکستان له موږ سره یو ځای کار وکړي دا ځکه چې ترهګر ټولو ته ګواښ دی.»

د امریکا د خزانه دارۍ وزارت په دې اعلامیه کې د پاکستان له حکومته غواړي چې په دغه هېواد کې د طالبانو د پنځایونو په له‎منځه وړولو کې هڅې وکړي او د ترهګرو مالي سرچینې له‎منځه یوسي.

اخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د افغانستان حالت باید د واشنګټن او اسلام اباد په اړیکو اغېزه ونه‎کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف په دې اړه څرګنده کړه:« پاکستان له نورو هېوادونو سره خپلواکه اړیکه غواړي نه د درېیم هېواد له زاویې څخه، دا ځکه چې امریکا په ورستیو کلونو کې خپلې اړیکې د افغانستان له زاویې له موږ سره خرابې کړي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل په خپلې ټوېټرپاڼه کې لیکي دغه بندیزونه له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې ډېر اغېزناک نه دي او باید د طالبانو او حقانې شبکې اصلي ملاتړي چې د پاکستان په پوځ او استخباراتو کې کار کوي له بندیزونو سره مخ شي.

شریک یي کړئ