Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

"امر ستار د انسان تښتولو په تور د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې و"

هغه سند چې طلوع نیوز ته رسېدلی د دې ښودنه کې چې امر ستار له پنځو تنو سره د انسان تښتونې د یوه پېښې په تور د ملي امنیت بنسټونو لخوا تر تعیب لاندې دی.

په دغه سند کې عدلي او قصايي بنسټونو د ملي امنیت له ریاست او اتو نورو امنیتي بنسټونو غوښتي چې امر ستار او پنځه تنه نور ونیسي.

آمر ستار غوربندی د یکشنبې په شپه (د مرغومې په ۱۴مه) د کابل په خیر خانه کې د خپل یو ملګري په کور کې له خپل زوی او خوریي سره د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو. 

ملي امنیت پر آمر ستار د عملیاتو د ترسره کېدو په تړاو معلومات نه ورکوي .

خو د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د کورونو په منځ کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو عملیات د بشري قوانینو پرخلاف بولي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون غړی شکرالله مشکور وايي:«د بشري حقونو کمېسیون موندنې ښيي چې دغه برید بشرپاله نړیوال قوانین او اصول تر پښو لاندې کړي دي.»

بل خوا د کورنیو چارو وزارت د دې پوښتې په ځواک کې چې په دغو عملیاتو کې د کورنیو چارو وزارت رول څه و؛ د دغو عملیاتو د ترسره کېدو په تړاو بې خبري ښيي.

امرستار یو جهادي قومندان او د اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکي ټاکنیزې ډلې یو غړ و.

د دولت جوړونکي ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال امرالله صالح او همدارنګه ځينې نور جهادي قومندان امر ستار ښه شخصیت ګڼي او همدارنګه د اشرف غني په ټاکنیزه ډله کې د هغه حضور ښه یادوي. 

اوس ویل کېږي چې د آمر ستار وژل کېدل په دې ټاکنیزه ډله کې د اختلافونو لامل شوي د .

د پوهنتون استاد احمد سعیدي په دې اړه څرګندوي:«د ولسمشرۍ ټاکنو له کمپاین مخکې د قانوني مرجعو نه د امر ستار د نیولو حکم صادر شوی و، خو هغه کابل کې نه و وروسته له دولت جوړونکي ډلې سره یو ځای سره یو ځای شو او کله چې له دولت جوړونکي ډلې سره یوځای شو دې پایلې ته ورسېد که چېرې ګناه ولرم یا ونه لرم څوک نه شي کولای له ما وپوښتي.»

له دې ټولو سره سره  د ملي شورا د غړو؛ پخوانيو پوځيانو او دغه راز د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو د یکشنبې شپې د عملیاتو د قربانیانو د کورنۍ د غړو په ګډون د دې پېښې د تیاره اړخونو د روښانه کولو لپاره یو پلاوی ګومارل شوی دی او ټاکل شوې ده؛ دغه پلاوی  تر پنځلسو نورو ورځو پورې خپلې موندنې اعلان کړي .

آمرستار غوربندی همراه با پسر، خواهرزاده و دو تن دیگر یک‌شنبه شب در یک عملیات نیروهای امنیت ملی در منطقۀ خیرخانۀ کابل کشته شدند.

شریک یي کړئ