Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امنیتي بنسټونه: د بالامرغاب جګړه کې کابو ۱۰۰ تنه طالبان وژل شوي

د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختو نښتو شاهده ده.

خو اوس امنیتي بنسټونه وايي چې د بالامرغاب ولسوالۍ په دغې جګړه کې کابو ۱۰۰ تنه طالب اورپکي وژل شوي دي خو دغه بنسټونه همدارنګه زیاتوي چې د دغې جګړې په لړ کې ۱۲ امنیتي ځواکونه هم شهیدان شوي دي.

بالامرغاب ولسوالۍ له جغرافیوي اړخه مهم جوړښت او له ترکمنستان سره ګډه پوله لري.

دا ولسوالي د فاریاب له غورماچ سره چې د طالبانو تر ولکې لاندې ده او همدا ډول د بادغیس ولایت له نورو ناامنو ولسوالیو اب کمري، مقُر، جوند او قادس ولسوالیو سره هم ګډه پوله لري.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند په دې اړه څرګنده کړه:«یوه سټراټېژیکه سیمه ده، که‎چېرې هغه ځای ونه نیسي، په ډاډ سره دا په هرات او فاریاب خپله اغېزه پرېږدي.»

د ولسي جرګې په ټاکنو کې بریالی اعلان شوی نوماند عبدالبصیر عثماني وویل:«یوه ډېره سټراټېژیکه سیمه ده. د طالبانو او دښمن د پټن‎ځای لپاره ډېر ښه ځای دی.»

سیمه‌ییز چارواکي مني چې طالبان د ولسوالۍ ودانۍ او امنیه قومندانۍ ولکه کړې او امنیتي ځواکونه بیا د سرتېرو په یوه کنډک کې مېشت دي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود انداربي زیاته کړه:«ټول هغه بریدونه چې پلان یې درلود په ځانګړې توګه هغه خوبونه یې چې د بادغیس ولایت لپاره لیدلي وو، ستاسو د زړورو، همغږو او ځواکمنو امنیتي او دفاعي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول.»

د ملي دفاع وزارت ویاند قیس منګل هم وايي:«د تېرو ۴۸ ساعتونو په لړ کې امنیتي او دفاعي ځواکونو د بادعیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ یرغلي عملیات ترسره کړل چې په پایله کې یې ۹۹ تنه دښمنان وژل شوي او ۳۵ تنه نور یې ټپيان دي.»

پوښتنه دا ده چې د نږدې پنځه سوه سرتېرو په شتون کې طالبان د ولسوالۍ له مرکزه ولې شړل شوي نه دي؟

د ولسي جرګې مخکنی غړی قاضي عبدالرحیم په دې اړه وویل:«هغه کسان چې د مسوولینو په توګه ګوماري، قومندان او ولسوال یې هلته ګوماري، هلته قاچاق وړونکی، غل، شوکمار، بې کاره کسان لېږي چې هغوی نه شي کولی له خلکو سره ښه چلند وکړي.»

که څه هم چارواکي په دې جګړه کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکوي، خو سیمه کې سرچینې وايي، په دې نښتو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو نږدې ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

شریک یي کړئ