له لوی اختر یوه ورځ مخکې، د کورنیو او دفاع وزارتونه د اختر د شپې او ورځو د امنیت تامین لپاره خپل پروګرامونه اعلان کړل.
د دغو دوو وزارتونو ویاندویانو نن سهار (شنبې د زمري په ۱۹مه) کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال خلکو ته ډاډ ورکړ چې امنیتي ځواکونه به له خپل ټول وس سره هڅه وکړي چې امنیت ټینګ کړي.
له دې ډلې د ملي دفاع وزارت ویاند روحالله احمدزی وايي چې ټول امنیتي ځواکونه د اختر په درې ورځو کې په لومړۍ درجه احضاراتو کې وي.
هغه زیاته کړه:«امنیتي او دفاعي ځواکونه، د هغه پلان له مخې چې لرو یې، د اختر په درې ورځو کې به په لومړۍ درجه احضاراتو کې وي او د اختر په ورځو کې د خلکو د امنیت تامین او ترهګریزو بریدونو د مخنیوي لپاره له هېڅ ډول هڅې به دریغ ونه کړي.»
اخوا د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي کهڅه هم طالبان هڅه کوي چې د اختر په ورځو کې په ترهګریزو بریدونو لاس پورې کړي خو امنیتي ځواکونه د امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره چمتووالی لري.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي څرګنده کړه:«امنیتي ځواکونه هڅه کوي، په هغې بڼه چې اړینه ده او په هغې بڼه چې د خلکو تمه ده جدي امنیتي تابیاوې ونیسو.»
د کورنیو چارو وزارت ویاند بیا وايي، طالبان غواړي چې د اختر په شپو او ورځو کې هم د هېوادوالو پر ضد ترهګریز بریدونه وکړي.
سبا (یکشنبې د زمري ۲۰مه) د لوی اختر له لومړۍ ورځې سره سمون لري؛ کابل معمولاً درې ورځې لمانځي.
پلازمېنمېشتي په داسې حال کې د لوی اختر د هرکلي په لور روان دي چې دغه ښار تېرې څو خونړۍ اوونۍ لرلې.
په وروستۍ پېښه کې چې د کابل په لوېدیځ کې رامنځته شوه ۱۴ تنه ووژل شول او ۱۴۵ تنه نور ټپيان شول.
د پېښې مسوولیت طالبانو په غاړه واخیست؛ هغه ډله چې له دغې پېښې څو ورځې وروسته، د هغوی مشر په خپل اختریز پيغام کې له خپلو جنګیالیو غوښتي چې د اختر په ورځو کې د خلکو ساتنه وکړي.
خو افغان حکومت او امنیتي بنسټونه وايي چې دا طالبانو دا پیغام د خلکو د دوکه کولو لپاره دی او دا ډله په سولې او پخلاینې باور نهلري.