دولتي ځواکونو د هلمند د سنګین ولسوالۍ او بازار طالبانو ته پرېښی دی.
یو معتبره دولتي سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې دولتي ځواکونه د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ له ودانۍ ،د ملي پوځ له مرکز او امنیه قومندانۍ څخه بهر شوي او دمګړۍ طالبان دغو سیمو ته راستانه شوي دي.
دغه سرچینه زیاتوي چې دولتي ځواکونه اوسمهال د ملي پوځ په یوې لوا کې چې د سنګین ولسوالۍ بازار په ۳ کیلومټرۍ کې موقعیت لري ځای پر ځای شوي دي.
د دغې سرچینې په وینا دولتي ځواکونو خپل ټول امکانات،مهمات او وسلې له ځان سره بهر کړي او تېره شپه(چهارشنبې د وري په ۲ مه) هوايي ځواکونو د ولسوالۍ په بازار کې پاتې شوي تأسیسات بمباري کړي او له منځه وړي دي.
سیمهييزو چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.