Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د امنیتي ځواکونو پراخ عملیات؛ له طالبانو لس کلي نیول شوي

امنیتي ځواکونو د هرات د کشک رباط سنګې ولسوالۍ یو شمېر کلي له ۱۰ کلونو وروسته له وسله‎والو طالبانو بېرته ولکه کړل.

په هرات کې امنیتي چارواکي وايي چې د دغې ولسوالۍ ځينې نورې سیمې هم د طالبانو په ولکه کې دي او د دغو سیمو د بېرته نیولو عملیات جریان لري.

د ۲۰۷ظفر قول اردو د ارکان رییس زمری فیضي وايي:«په دوه وروستیو ورځو کې دښمن ته مو مرګ ژوبله اړولې ده، نن هم د طالبانو څلور کړۍ ماینونه چې د امنیتي ځواکونو په لار کې ځای پر ځای شوي وو د امنیتي ځواکونو له خوا کشف او شنډ کړل شول.»

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي هم په دې اړه څرګنده کړه:«د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو ځينې اسناد او امکانات ترلاسه شوي، په دغو سندونو کې لیدل کېږي چې پاکستاني کارټونه هم شته.»

د هرات امنیتي چارواکي وايي چې وسله‎والو طالبانو په یادو سیمو کې پر خلکو ډېر ظلمونه کول او پر هغوی يې هر ډول خدمتونه بند کړې و. 

بلخوا د یادي سيمي اوسېدونکې وايي چې طالبانو په سیمه کې د قاضي درلودلو تر څنګ په یاده سیمه کې ښوونځي تړلي و،او له خلکو څخه يي د برېښنا بیل تر څنګ د عشر په نامه هم پیسي ټولولي.  

دا لومړی ځل دی چې افغان پوځیان  د هرات د کشک رباط سنګي ولسوالۍ د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو په زړه کې ګامونه اخلي.

په څه باندې یوې نیمې وروستۍ لسیزه کې د هغه څه له امله چې د طالبانو پراخ حضور بلل کېده، امنیتي ځواکونه نه وو توانېدلي چې دغو سیمو ته ولاړ شي.

د ملي اردو افسر علي احمد مهمند وايي:«هغه ښوونځي چې مخامخ لیدل کېږي، د طالبانو اډه وه، او طالبانو له دې ځایه د امنیتي ځواکونو پر پوستو توغندي توغول.»

د طالبانو تر واک لاندې دغو سیمو کې تر هر څه ډېر د کوکنارو کروندې ترسترګو کېږي.

 امنیتي ځواکونه وایي چې طالبانو په دغه موټر کې ماین ځای پر ځای کړی و او هڅه یې کوله څو امنیتي ځواکونه په نښه کړي، خو ماین تر چاودنې مخکې شنډ کړای شو.

ویل کېږي دې ځای ته په نژدې واټن کې پروت کلی او دغه راز دا کلی چې سنک بری نومېږي، په کشګ رباط سنګي ولسوالۍ او هغې ته په ورڅېرمه ولسوالیو کې د طالبانو اصلي مرکز دی.

شریک یي کړئ