کندوز کې د ولسي پاڅون کوونکو یو تن قومندان نوید خانابادي، په تخار ولایت کې د امنیتي ځواکونو له خوا تر دوه ورځني کلابند وروسته ونیول شو.
د تخار امنیه قومندان عبدالرشید بشیر وايي چې قومندان نوید له خپلو ۶ تنو ساتونکو سره د شپې دولس بجې له کومې نښتې پرته د دولتي ځواکونو لخوا ونیول شو او کندز ولایت ته ولېږدول شو.
ښاغلی بشیر زیاتوي چې قومندان نوید د وژنې، وسلهوالو غلاوو، باج اخیستنې، د ځمکې غصب او پر جنسي تېري تورن دی.
هغه طلوع نیوز ته وویل:«نوید د کندوز په خاناباد ولسوالۍ کې یو نامسووله وسلهوال قومندان و. هغه له یوه مهاله تر تعقیب لاندې و. هغه په څو موردونو کې تورن دی.»
د تخار امنیه قومندان وايي، نوید خانابادي، تېره ورځ د خپل یوه کس د درملنې لپاره چې د هغه په وینا کندوز کې د نښتو په پایله کې ټپي شوی و، تخار ته راغلی و خو د امنیتي ځوکونو لخوا کلابند شو.
خو، قومندان نوید د امنیتي ځواکونو لخوا تر نیول کېدو وروسته، وايي چې هغه بې ګناه دی او هېڅ جرم یې نه دی کړی.
هغه زیاته کړه:«۱۵، ۱۶ کاله کېږي چې په خاناباد ولسوالۍ کې قومندان یم، زما په سیمه کې ۲۶ جوماتونه او مدرسې دي او د خلکو دروازې پرانیستې وې او هېڅ زور وینه او باج اخیستنه نه وه او خلک له ما نه خوشحاله وو.»