د ۲۱۵ قول اردو مرستیال جنرال عبدالهادي د پنجشنبې په ورځ(د کب په ۲۶ مه)وویل چې د نادعلي- لښکرګاه لاره له ۶ میاشتو وروسته د تګ راتګ پر مخ پرانستل شوه.
هغه زیاته کړه چې د دمګړۍ د امنیتي ځواکونو عملیات د نادعلي په ځینو برخو کې جریان لري او د ۹ ورځنیو عملیاتو په لړ کې چې د لښکرګاه ښار له درېیمې حوزې څخه پيل او د دغې ولسوالۍ په ځینو برخو کې دوام لري چې ۱۲۰ بلواګري وژل شوي او ۱۵۰ تنه نور یې ټپيان شوي دي.
هغه د دغو عملیاتو په لړ کې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه جزئيات وړاندې نه کړل.
ویل کېږي چې اوسمهال امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د لښکرګاه-مارجې لاره پرانیزي.
د لښکرګاه درېیمه حوزه،د دغه ښار یوه مهمه سیمه ده چې د نادعلي او مارجې ولسوالۍ لارې سره نښلوي.درېیمه حوزه درې ورځې وړاندې په بشپړه توګه د امنیتي ځواکونو له خوا له ۶ میاشتو وروسته پاکه شوه.
طالبانو ۶ میاشتې مخکې پر دغې حوزې برید وکړ او د دغې سیمې اداره یې تر درې ورځو وړاندې په واک کې لرله.