Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امنیتي ځواکونو پر غزنې د طالبانو برید شنډ کړل

طالبانو د کابل – کندهار لویه لار د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د ساعتونو لپاره د تګ او راتګ پر مخ لاره وتړله؛او همدارنګه د غزني پر شپږو برخو د دغه ولایت د مرکز په ګډون د برید هوډ درلود.

د لېږد او رالېږد یو شمېر شرکتونه وايي چې د دوشنبې د سهار له څلورو بجو او د دغې ورځې له غرمې څخه وروسته په دغې سیمه کې د طالبانو له خوا درول شوې دي.

د دوشنبې په روځ د کندهار،هلمند،هرات او فراه ولایتونو د مسافرو یوه ستره برخه چې د کابل د پرېښودو هوډ درلود له ډېرو ستونزو سره مخامخ شول.

په کابل کې د مسافر وړونکو شرکتونو چلوونکي وايي چې هغوی د کابل – کندهار د لویې لارې له لارې د دغو مسافرو له لېږد سره له ډېرو ستونزو سره مخامخ کېږي او تر نن یې هغوی ته د قره باغ له سیمې څخه د تېرېدو اجازه نه ده ورکړې.د کابل – کندهار د لویې لارې په هر ځل بندېدو سره بې وزلي خلک له ټولو څخه زیات زیان ویني او خپلو کورونو او ژوند ته د تللو بله لاره نه لري.

د کابل په کمپنۍ کې د لېږد او رالېږد د خصوصي شرکت چلوونکی زکریا وايي چې هغه د خپلې د سپرلۍ له بشپړېدو سربېره ټول مسافران یې د هرات خوا ته له تلو څخه ډډه وکړه.

چلوونکی زکریا وايي: "که څه هم زه د لارې په پيل کې وم او وار هم رارسېدلی وه،خو ملګرو مې زنګ وواهه چې دې خواته مه راځه چې جګړه ده او په قره باغ کې طالبان سړکونو ته راوتلي دي".

د مسافروړونکو شرکتونو چارواکي وايي د غزني په قره باغ کې د دوی کابو ۹۵ موټر بند پاتې دي او مسافرین له دوی څخه د زیان جبیره غواړي.

د دغو شرکتونو یوه چارواکي چې نه غواړي د هغه نوم په ډاګه شي طلوع نیوز ته ویلي دي چې د غرمې په دوه بجو د دغه شرکت ځينې موټر له مسافرو سره له غزني څخه بېرته کابل ته راستانه شوي دي.

هغه وايي چې طالبانو د هغوی ځينې مسافر ټپيان کړي دي او دغه ټپیان د غزني روغتونونو ته لېږدول شوې دي.

د کابل – کندهار د لویې لارې یوله چلوونکو څخه عیسی د غزني له قره باغ څخه له طلوع نیوز سره په ټلېفوني اړیکه کې وايي: "زموږ شاوخوا طالبان دي او هغوی موږ ته وايي چې وړاندې مه ځئ چې هاوان او بمونه دي او موږ ته اجازه نه راکوي چې وړاندې ولاړ شو.هغوی تراوسه له چا سره کار نه دی لرلی او اقدام یې نه دی کړی".

په دې ورځ یوازې څو تنو د هرات، کندهار او هلمند لپاره ټکټونه اخستي دي.

یوله مسافرو څخه چې احسام نومېږي هغه له خپلې کورنۍ سره هلمند ته ځي ترڅو د خپل ورو د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي،خو د لارې د تړلو له امله نه شي کولای هلمند ته ولاړ شي.

یوله مسافرو څخه احسام وايي: "زه له خپلې کورنۍ سره دلته راغلی یم؛ځکه چې موږ ته یو ساعت مخکې خبر راغی چې ورور مې مړ شوی دی.د هلمند لپاره ټکټ نه شته او لاره بنده ده او ټول مراسم د موږ لپاره ځنډول شوې دي".

د کابل د پنځمې امنیتي حوزې پولیس د رسنیو د کمرو په مخکې خلکو ته لږ د خبرو اجازه ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت د طالبانو په وړاندې د سختې جګړې خبره کوي او وايي چې طالبان به په غزني کې خپلو موخو ته ونه رسېږي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په دې اړه څرګنده کړه: "طالبانو هوډ درلود چې د غزني ولایت د مرکز په کډون په شپږو سیمو کې برید وکړي؛خو موږ یې بریدونه شنډ کړل موږ په دغو بریدونو کې د ځمکنیو ځواکونو په ګډون له هوايي بمبارۍ څخه هم کار واخیست".

په دې ورځ د کابل کندهار پر لاره مسافروړونکی موټر نه لیدل کېږي، دغه واړه موټر د کابل شاوخوا ولسوالیو او یا میدان او وردګو ته ځي.

طالبانو د کابل – کندهار لویه لار د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د ساعتونو لپاره د تګ او راتګ پ

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه