د لوګر ولایت امنیتي چارواکو د ځواکونو ځانګړو ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د پنځو طالب وسله والو له وژل کېدو خبر ورکوي.
د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ د رسنیو دفتر نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پولیسو ځانګړو ځواکو، د برکي برک ولسوالۍ (شنه کلا) سیمه کې دغه پوځي عملیات ترسره کړي دي.
خبرپاڼه کې زیاته شوې، همدې عملیاتو کې د طالبانو یوه اندازه وسلې هم د افغان ځواکونو لاسته لوېدلې.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.