د ملي امنیت شورا وايي چې د روژې مبارکې میاشتې په درې اوونیو کې د طالبانو په بریدونو کې څه باندې ۱۲۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۳۴۱ تنه نور ټپيان شوي دي.
دغه شورا زیاتوي چې د طالبانو بریدونه د روژمې مبارکې میاشتې په درېیمه اوونۍ کې د دویمې اوونۍ په پرتله ۳۳ سلنه زیاتوالی موندلی دی.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل په دې اړه وویل:«طالبانو او همکارانو یې چې بریدونه یې ترسره کړي د روژې مبارکې میاشتې د دویمې اوونۍ په پرتله ۳۳ سلنه زیاتوالی ښيي.»
بل خوا ملي دفاع وزارت وایي چې د پوځيانو د یرغلي حالت له خپلولو وروسته په بیلابیلو برخو کې د دولتي ځواکونو په بریدونو کې لسګونه طالب جنګیالیو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي:«په تېرو څو ورځو کې موږ وتوانېدو چې د دښمن پر مورچلو ځواکمن بریدونه ترسره کړو او دښمن ته درنه مرګ ژویله واړوو.»
طالبان هم دولتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا لري او وایي چې خپلو بریدونو ته به دوام ورکړي. خو ځينې پخواني پوځيان د تاوتریخوالي دوام سولې ته د رسېدو لپاره کارنده نه بولي.
پخوانی پوځي شیر محمد کریمي په دې اړه څرګندوي:«د دې لپاره چې د دوی (طالبانو) بریدونه خنثی شي یرغل په کار دی؛ خو دلته یوه نیمګړتیا شته چې د مُلکیانو مرګ ژوبله زیاتوي.»
د طالب ډلې پخوانی قومندان سید اکبر اغا په دې اړه وايي:«دواړه باید پر یوه اسلامي میکانیزم موافقه وکړي او د هغه پر بنسټ مخته ولاړ شي.»
که څه هم تمه کېده چې له طالبانو سره د امریکا د سولې د هوکړه لیک له لاسلیک وروسته په هېواد کې جګړې کمې شي؛ خو د هېواد په ځینو برخو کې د ووروستیو څو ورځو جګړې وښوده چې دغه هوکړه لیک د تاوتریخوالي پر پای ته رسولو په برخه کې کم اغېز نه دی کړی.