Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امین: د حزب اسلامي غړو بې‎وسلې کول د سولې په هوکړه کې شامل نه دي

د حزب اسلامي صلاحیت لروونکی استازی، کریم امین نن(یک‎شنبې د سلواغې۱۷مه) وویل د دې ډلې بې‎وسلې کېدل د سولې په هوکړه لیک شامل نه دي، خو د حزب اسلامي پوځي برخه به منحله شي.

سره له دې چې ښاغلی امین د دې وسلو شتون په راتلونکې کې جدي ګواښ بولي.

دی زیاتوي:«وسلې‎ پرځمکه اېښودل شوې دي او اوربند شوی دی، په دې هوکړه کې د وسلې سپارل نه دي شامل، بلکې د پوځي برخې انحلال شامل دی. دا امکان نلري چې په یوه سیمه کې د حزب اسلامي غړي بې‎وسلې شي او یا خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي. په داسې حال کې چې یو شمېر کسان لا هم غواړي جګړه دوام وکړي او وینه تویه شي، او دا وسله‎وال له ګواښ سره مخامخ دي.»

په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت ددغو څرګندولو په غبرګون کې خبر داری ورکوي هغه ګوند چې پوځي فعالیتونه ولري په رسمیت نه پيژندل کیږي او له کسانو یې وسلې اخیستل کیږي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال، محمدرادمنش وویل:«د افغانستان قوانینو پر اساس په افغانستان کې هېڅوک وسلې نشي درلودی، ګوند یې په رسمیت نه پېژندل کېږي، په هوکړه کې روښانه دي دا چې څوک د سولې بهیر سره یوځای کېږي نو باید چې خپلې وسلې دولت ته وسپاري.»

حزب اسلامي په هیواد کې د خپلو جنګیالیو کره شمېر نه ښيي، خو  ددغه ګوند وسله‎وال تراوسه هم د هېواد په ځینو برخو کې پوځي فعالیت لري.

په بغلان کې د حزب اسلامي قومندان، میرویس وايي:«که حکمتیار صاحب په هېواد کې له خپل راتګ سره اسلامي او شرعي نظام راوست خو موږ ورسره یوو، او که نه موږ یوازې د خدای لپاره مبارزه کوو او له هېچا سره موافق نه یوو.»

له بلې خوا پخوانی پوځي، عتیق‎الله امرخېل وايي:«غیرقانوني وسلې او هغه کسان چې غیر قانوني وسلې لري د افغانستان راتلونکې لپاره لوی ګواښ دی.»

په دې لړ کې حزب اسلامي له حکومت څخه یو لړ غوښتنې هم لري، لکه د هېواد له ځواکونو سره  ددغه ګوند د وسله‎والو یو ځاي کول.

په بغلان ولایت کې د حزب اسلامي مسوؤل، عبدالله نهضت‎یار څرګندوي:«نور مجاهدین هم شته چې د هېواد په نورو ولایتونو کې په ځانګړې توګه د هېواد په شمال کې او د غیرمسوؤلو وسله‎والو په توګه یادیږي چې دولت کولی شي د امنیت په تامین کې ترې کار واخلي.»
 
په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت ددغو څرګندولو په غبرګون کې خبر داری ورکوي هغه ګوند چې پوځي فعالیتونه ولري په رسمیت نه پيژندل کیږي او له کسانو یې وسلې اخیستل کیږي

شریک یي کړئ