Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

انتقالي عدالت ډله: نوی حکومت د بندیانو په خوشي کېدو کې د پخواني حکومت تګلاره تعقیبوي

د انتقالي عدالت ډلې له محکمې څخه پرته د ځانمرګو بریدونو د طراحانو خوشي کېدل په هېواد کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د زیاتېدو لامل بولي.

دغه ډله د نوې حکومت له بند څخه د بندیانو د خوشي کېدو د سیاست په اړه په کلکې نیوکې سره وايي چې نوې حکومت له بند څخه د بندیانو خوشی کېدلو په اړه د پخواني حکومت سیاست تعقیبوي.

د انتقالي عدالت د ډلې غړی محمد یونس اختر په دې اړه وویل:" که چېرې د طالبانو او دهغه کسان چې په دغه جنایت کې لاس لري د خوشي کېدو لپاره غیر عادلانه سیاست دوام پیدا کړي،په افغانستان کې د مرګ ژوبلې د لوړېدو لامل ګرځي."

په داسې حال کې چې امریکامتحده ایالتونو اعلان کړې ده چې له ۲۰۱۴ زیږديز کال څخه وروسته به د طالبانو په وړاندې د واشنګټن سیاست بدلون وکړي او یوازې هغه طالبان به په نښه کړای شي چې په نېغه توګه د امریکا امنیت ته ګواښ وبلل شي.

خو د انتقالي عدالت ډله د امریکا پر دغه سیاست هم سخته نیوکه کوي.

د انتقالي عدالت د ډلې غړی احمد شاه ستانکزي څرګنده کړه:" امریکا باید د افغانستان خلکو ته وايي چې څنګه تر اوسه د طالبانو په ضد جنګېدل او تر پرونه مو دښمن وو اوس ستاسو دوست شوو."

ښاغلي اختر زیاته کړه: " موږ د افغانستان له حکومت څخه غواړو چې د افغانستان دښمنان د افغانستان د خلکو دښمن وپېژني او هغوي نه سیاسي مخالفین او نه هم ناراضي ورونه وبلل شي،قربانیان له دې څخه ناراضه دي. "

د انتقالي عدالت ډله ۲۰۱۴ زیږدیز کال په هېواد کې د ملکي وګړو لپاره تر ټولو خونړی کال بولي او وايي چې په داشان وضعیت کې چې د افغانستان خلک د کابل او واشنګټن او کابل ناټو ترمنځ د ترهګرو په وړاندې د امنیتي تړونونو پلي کېدو ته سترګې په لاره دي خو د امریکا متحده ایالاتونو لخوا د څلورو لوړ پوړو طالب جنګیالیو خوشې کېدل او له تور نوملړ څخه د طالبانو د ډلې ایستل د افغانستان خلک او دهېواد په میلیونو قرباني ناهیلي کړي دي.

د انتقالي عدالت ډلې له محکمې څخه پرته د ځانمرګو بریدونو د طراحانو خوشي کېدل په هېواد کې د ملکي وګړو

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه