Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اندرابي د ټاکنیزو منډو ترړو د امنیت ټينګښت په اړه ډاډ ورکړ

ټاکل شوې ده چې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو ترمنځ ټاکنیزې منډې ترړې د یکشنبې په ورځ (د زمري په ۶مه) پیل شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مهال‎وېش له مخې، دا سیالۍ به د تلې میاشتې تر درېیمې نېټې دوام وکړي او د تلې په څلورمه او پنځمه به د سکوت پېر وي. 

د دغه مهال‎وېش له مخې ټاکل شوې ده ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه نېټه په ټول هېواد کې پيل او په هغه کې به د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله په ګډون اتلس تنه نوماندان سره سیالي وکړي.

ټاکنو کمېسیون وايي، ټاکل شوې ده چې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې د تلې میاشتې په ۲۷مه او وروستۍ پایلې د لړم میاشتې په شپاړسمه نېټه اعلان شي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي، د امنیتي او دفاعي ځواکونو او له افغانستان سره د بهرنیو مرستندویه هېوادونو په ګډه غونډه کې د ټاکنو د امنیت په اړه بېلابېلې پرېکړې شوي او د دغو ټاکنو د امنیت د تامین په اړه یې ډاډ ورکړ.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي په دې اړه زیاته کړه:«د نوماندانو د امنیت تامین، د کمپاینونو د امنیت تامین او د ټاکنو د ورځې بهیر او له انتخاباتو وروسته چې د حساسو توکو لېږد هم په کې شاملېږي او د ټاکنو کمېسیون پر مرکزونو د بریدونو په وړاندې چمتووالي په اړه هر اړخیز بحثونه شوي دي.»

داسې مهال چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رڼو ټاکنو لپاره د امنیت تامین یو مهم اصل بولي، له طالبانو هم غواړي چې ټاکنو بهیر زیانمن نه کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ريیسه حوا علم نورستانۍ وايي:«دوی هم باید پر دغو مرکزونو بریدونه ونه کړي؛ موکه ورکړي چې د افغانستان خلک خپله فعاله ونډه واخلي او د هېواد د راتلوونکي لپاره په خپله چې یو ډموکراسي اصل دی، پرېکړه وکړي.»

له وخت مخکې ټاکنیز کمپاین، له دولتي امکاناتو ناوړه ګټنه، د ولسمشرۍ نوماندانو سپکاوی او توهین او لسګونه نور هغه شکایتونه دي چې تر اوسه د ولسمشرۍ د نوماندانو په اړه ثبت شوي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړی قطب الدین رویدار څرګنده کړه:«د افغانستان د خلکو له امکاناتو استفاده له دولتي امکاناتو هم استفاده شته د ټاکنو قانون د ۹۸ مادې پر اساس چې د یوه بل نوماند له خوا د یوه مشخص نوماند سپکاوی دی.»

په ورته وخت کې سرچینې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دننه وايي، ولسمشر غني تر اوسه د لسو نورو ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو څخه شکایت ثبت کړي دي.

شریک یي کړئ