Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اندرابي: طالبان سولې بهیر سره له یوځای کېدو پرته بله لار نلري

د کورنیو چارو وزارت وايي چې طالبانو په جګړه کې د عمل ابتکار له لاسه ورکړی، پرته له دې چې د سولې له بهیر سره یوځای شي، بله لار ورته نه ده پاتې.

د کورنیو چارو نوماند وزیر، مسعود اندرابي چې د بلخ ولایت مزارشریف ښار ته تللی، نن چهارشنبې(د تلې په ۱۰مه نېټه) وايي افغان پوځیان هیڅکله طالبانو ته د دې اجازه نه ورکوي، څو د جګړې له لارې سیاسي واک ته ورسیږي.

هغه د ځانګړو ځواکونو یو شمېر سرتېرو او افسرانو د فراغت له امله جوړو شویو مراسمو کې وویل:«سوق، اداره او رهبریت د طالبانو له لاسه تللی دی، یوازینۍ لاره چې ورته پاتې ده د سولې بهیر دی.»

همدارا بلخ کې د سرتېرو روزنیز مرکز کې کابو دوه سوه سرتېري او افسران د شپږو میاشتو لپاره د کورنیو او بهرنیو روزونکو لخوا مسلکي زده کړې وکړې. د دغو ځواکونو قوماندان وايي دوي د بغلان تاله وبرفک او د جوزجان ولایت درزاب ولسوالۍ د طالبانو لخوا له نیولو ژغورلې دي.

د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو عمومي قوماندان، جنرال میراحمد عظیمي وايي:«درې ورځې مخکې په درزاب ولسوالۍ کې د جګړې فشار زیات وو چې ۴۵ زموږ سرتېري ولاړل او ولسوالي یې وژغورله، دا هغه کسان وو چې له دې ځایه فارغ شوي دي.‎»

په دې لړ کې یو امریکایي روزونکی وايي دا پوځیان په پرمختللو پوځي وسایلو سمبال شوي دي.

د هېواد په شمال کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت قوماندان، جنرال ډانهو زیاتوي:«مهمه نه ده چې دښمن ستاسو په اړه څه وايي که طالب وي او که داعش یا القاعده، دوي له تاسو پياوړي نه دي، سمه ده چې دوي خطرناک دي خو ستاسو مسلکي زده کړې او پوځي وسایل له هغوي ښه دي.»

له بلې خوا د کورنیو چارو سرپرست وزیر د دغو ځواکونو ستاینه کوي چې د ولسمشرۍ ټاکنو په ورځ یې خپله بې طرفي ساتلې وه.

ښاغلی اندرابي وايي طالبان له دوو غوراویو بله لار نلري، یا باید د سولې له بهیر سره یوځای شي او یا به هم د افغان ځواکونو په بریدونو کې له منځه ولاړ شي

شریک یي کړئ