Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اندرابي: قاطعانه کار وکړئ یا استعفاء ورکړئ

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر، مسعود اندرابي د پولیسو مسوولانو ته خبرداری ورکړی که د خلکو ستونزو ته رسېدنه نه کوي، نو باید له خپلو دندو استعفاء ورکړي.

ښاغلي اندرابي شنبې(د کب په ۱۱مه نېټه) د افغان ځواکونو ملي ورځې د لمانځلو په غونډه کې وویل، د امنیتي مسوولانو لخوا د خلکو ستونزو ته نه رسېدنه د منلو وړ نه ده.

نوموړي د پولیسو له مسوولانو په ځانګړي توګه کابل کې، غواړي چې د شپې مهال باید پر خپلو دندو حاضر ووسي او د قانون پلې کولو او عدالت تامین په برخه کې قاطعانه کار وکړي:«یا  دې دا مسوولت پر غاړه واخلي او یا دې مودبانه بخښنه وغواړي.»

دی وړاندې وايي د شپې مهال په کابل او نورو ښارونو کې جنايي پېښې رامنځته کیږي چې امنیتي مسوولان دیو شمېر دلایلو له کبله ورته رسېدنه نه کوي. هغه په خپلو خبر کې تلویحآ په پېښو کې په لوړه کچه د کړیو لاس درلودو ته اشاره وکړه.

ښاغلی انداربي ټینګار کوي له فساد، مجرمانو او د قانون ناقضانو سره یې مبارزه دنده ده:«د کورنیو چارو وزارت له فساد سره د مبارزې، مجرمانو، د قانون ناقضانو او زورواکو د مبارزې دنده لري.»

له دې سره هم مهال د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتو دفتر په کندز کې د نشه يي توکو د قاچاقو په تور د شپږو کسانو له نیور کېدو خبر ورکوي.

د دي دفتر په خبرپاڼه کې همداراز راغلي دي چې یو کس یې چې غوښتل یې دوه دولس کلن ماشومان د کندز له امام صاحب له ولسوالۍ له هېواده بهیر قاچاق کړي هم نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر وايي د شپې مهال په کابل او نورو ښارونو کې جنايي پېښې رامنځته کیږي چې امنیتي مسوولان دیو شمېر دلایلو له کبله ورته رسېدنه نه کوي

شریک یي کړئ