Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اندرابي: کابل کې پر ګرځ بندیز محدودیتونه زیاتېږي

په هېواد په ځانګړې توګه کابل کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو د زیاتوالي په لړ کې د کورنیو چارو وزارت نوماند وزیر وايي چې راتلوونکو ورځو کې به کابل کې پر ګرځ بندیز لا محدودیتونه زیات شي.

ښاغلی مسعود ګواښ کوي که چېرې پلازمېن مېشتي لګول شوي محدودیتونه په پام کې ونه نیسي، پولیسو به د هغوی په وړاندې له زوره کار واخلي.

ښاغلي اندرابي په دې اړه زیاته کړه:«اوس د دې وخت دی چې په خپله خلک په دې اړه کار وکړي او په هغه صورت کې چې ووینو سرغړونه کېږي. جدي چلند به وشي او د دغو اجباري قیوداتو د پلي کولو لپاره له هر ډول سزا کار اخلو.»

۱۴ ورځې کېږي چې په پلازمینه کابل کې پر تګ راتګ یا ګرځ بندیز محدودیتونه لګول شوي دي، په دې موده کې عموي ځایونه، تړلي دي او یوازې د خوراکي توکو پلورنځي او روغتیايي مرکزونه پرانیستي دي.

خو کابل مېشتو ډېر کم دغو محدودیتونو ته پاملرنه کړې ده او په ښار کې یې تګ راتګ ته دوام ورکړی دی - لکه څرنګه چې کورنیو چارو وزارت له دوه ورځو راهیسې تدابیر یې شدید کړي دي.

تراوسه په هېواد کې د کورونا ویروس ۵۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ډېری یې په هرات او کابل ولایتونو کې دي. سرچینې طلوع نیوز ته وايي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ ۲۰ کارکوونکي هم په دغه ویروس اخته شوي دي.

له دې ټولو سره د پلازمېنې ځینې اوسېدونکي له دولته غواړي چې بې وزله او نادارو کورنیو سره چې د ګرځ بندیز د لګېدو په لړ کې یې خپل کارونه له لاسه ورکړي مرسته وکړي.

په ظاهره داسې ښکاري چې، د کووېډ۱۹ ناروغانو له ډېروالي وروسته خلکو دغه ناروغي جدي ګڼلې ده.

د کابل اوسېدونکی حشمت الله په دې اړه وايي:«موږ سپارښتنې مراعات کوو. کورونا جدي او وژونکې ده. خو زموږ اقتصادي ستونزې څنګه کېږي؟ خلک جدي اقتصادي ستونزې لري.»

د کابل بل اوسېدونکی محمد نظر هم څرګندوي:«خلک دې په خپلو کورونو کې وي او قیودات دې مراعات کړي. هو اقتصادي ستونزې حل کېږي خو د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوی دې وشي.»

د عامې ورغتیا وزارت هم ګواښ کوي که چېرې د کابل اوسېدونکي روغتیايي سپارښتنې مراعت نه کړي، انساني ناورین به رامنځته شي.

شریک یي کړئ