Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

انس حقاني څوک او د حقاني شبکې لپاره ولې دومره مهم دی؟

انس حقاني، د جلال الدین حقاني زوی او د حقاني ډلې د اوسني مشر او د ملاهبت الله د مرستیال سراج الدین حقاني میرنی ورور دی، انس حقاني د ۱۳۹۳ هجري لمریز کال تلې میاشت کې د افغان ځواکونو له خوا ونیول شو.

انس حقاني که څه هم د جنګې پرېکړو په برخه کې ډېره برخه نه لرله، خو د حقاني شبکې لپاره يې د مالي ملاتړي په توګه ټول مسولیتونه پر غاړه درلودل. 

انس حقاني د حقاني کورنۍ یو له تر ټولو مهمو او غوره کسانو څخه بلل کېږي، نو له همدي امله د حقاني شبکې په پرله پسې توګه د نوموړي د ازادېدو غوښتنه کوله.

خو د افغانستان محکمې پر هغه د اعدام حکم صادر کړ او دا حکم په تېره د هغو کورنیو لپاره چې په افغانستان کې د دغې ډلې له بریدونو زیانمن شوي وو یو زیری و، خو دا حکم عملي نه شو.

انس حقاني تر ډېره پاکستان او عربي هېوادونو ته تګ راتګ کاوه او تر ډېره دغې ډلې ته د پیسو په راټولولو بوخت و، او د حقاني ډلې مالي مسوولیت یې پرغاړه و. له انس حقاني سره د هغه ماما حافظ رشید هم نیول شوی و.

د محمد عمر زوی حافظ رشید د حقاني ډلې د سیاسي مسوولیتونو ترڅنګ د دې ډلې د پوځي قوماندان په توګه هم کار کړی دی، نوموړی د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د خوست والي و. خو له انس حقاني او حافظ رشید څخه درې کاله مخکې مالي خان چې د حقاني شبکې مالي مسوولیت یې درلود نیول شوی و.

په هېواد کې یو شمېر جهادي مشران دغه دوه کسان په هېواد کې د مهمو او لویو بریدونو په ترسره کولو تورن بللي دي. 

پخوانی جهادي قوماندان محمد اسماعیل په دې اړه وايي:«زه فکر کوم چې دا خبرو اترو او مفاهمې ته واټن لنډوي او همدارنګه د دواړو لورو ترمنځ اعتماد جوړونه ډېروي او ښه ده چې دا کار وشي.»

د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد چې د دغو درېیو بندیانو په اړه مالومات لري وايي هیله من دی چې د حقاني ډلې د یوه نږدې غړي په خوشي کېدو سره دا ډله له جګړې لاس واخلي او خبرو ته کېني.

د سولې د عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد په دې اړه زیاته کړه:«دا چې انس حقاني کوچنی دی او د خپلې کورنۍ نازولی هم دی او زه یقین لرم چې د هغه ازادول د حقاني کورنۍ لپاره تسلي به شي او په دې هم یقین لرم چې د دغې کورنۍ خوښي پر طالبانو هم اغېزه لري او هغه هم ډېره مثبته اغېزه.»

د طالبانو ډلې دغه درې بندیان د کابل د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو په بدل کې خوشي کېږي.

د کابل د امریکايي پوهنتون دغه دوه استادان د ۲۰۱۶ز کال د اګست په اتمه له کابله وتښتول شول او طالبانو ته نږدې سرچینو وویل چې دغه استادان له حقاني ډلې سره دي.

شریک یي کړئ