Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

انیسه رسولي: زما په وړاندې د ولسي جرګې پرېکړه سلیقه‎يي وه

انیسه رسولي چې د ولسمشر غني له‎لوري د هېواد د سترې محکمې د یوازینۍ ښځینه پُست د نیولو لپاره وړاندیز شوې وه او ونه‎توانېده د ولسي جرګې د چهارشنبې ورځې په غونډه کې د باور رأیه ترلاسه کړي وايي چې هغه د یو شمېر قانون جوړونکو د سلیقه‎یي چلندونو قرباني شوې ده.

هغه د ځان په وړاندې د ولسي جرګې د یو شمېر استازو چلند له تبعیض څخه ډک او د پوښتنې وړ بولي.

مېرمن رسولي ویلي دي: " کوم څه چې د ولسي جرګې د چهارشنبې ورځې په غونډه کې زما په اړه پرېکړه وشوه، د پوښتنې وړ وه. زما په وړاندې پرېکړه تر ډېره سلیقه‎یي، سمتي او ژبنۍ وه او له بده مرغه دغه سلیقې د دې لامل شوې چې زه ونه‎شم کولای سترې محکمې ته لاره پيدا کړم".

په ورته وخت کې، د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې سترې محکمې ته د انیسې رسولي له لارې موندنې سره د یو شمېر استازو د مخالفت تر څنګ د څه د پاسه ۲۰ تنو ښځینه استازو نه‎شتون د دې لامل شو چې هغه ونه‎شي کولای د ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کړي.

په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې فوزیه کوفي وايي: " کوم څه چې استازو د چهارشنبې په ورځ د دغې مېرمنې په وړاندې ترسره کړل د پوښتنې وړ ول. که د ۲۰ غیر حاضرو ښځینه استازو له ډلې ۱۵ تنو شتون لرلی او لږ تر لږه د هغوی ۱۰ تنو مثبه رأیه ورکړې وی، اوس انیسه رسولي د سترې محکمې غړې وه".

کوم څه چې لازیاتې نیوکې راپارولي دي دا ده چې سترې محکمې ته د انیسې رسولي له لارې موندنې سره د ولسي جرګې د یو شمېر استازو د مخالفت ترڅنګ، ۲۱ تنه ښځینه استازو چې تل‎یې ځانونه د ښځو د حقونو مدافعینې نومولې او د هغوی رأیه د انیسې رسولي لپاره برخلیک جوړونکې وه، په دغې غونډه کې شتون نه‎درلود.

بلخوا، د ښځو د حقونو یو شمېر دفاع کوونکې انیسې رسولي ته د رأی ورکونې په بهیر کې د استازو په ځانګړي توګه د ښځینه استازو د تبعیض څخه ډک چلند څخه سخته نیوکه کوي.

د ښځې د حقونو فعاله، عالمه وايي: " له بده مرغه د استازو دغې پرېکړې د ښځو د حقونو فعالان حیران کړل. هغه استازي چې لږ تر لږه خپل نیم رأی ورکوونکي یې ښځې وې، اوس څنګه قضاوت کوي چې سترې محکمې ته یوې ښځینه نوماندې ته رأیه ورنه‎کړي او موږ سترې محکمې ته د یوې ښځې د لارې موندلو لپاره خپلې عدالت غوښتنې ته دوام ورکوو".

دا په داسې حال کې ده چې د ښځو د چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې د سترې محکمې عالي شورا ته د انیسې رسولي لاره نه‎موندنه د دولت په مشرتابه کې د جنسیتي برابرۍ په درشل کې د لومړني تاریخي ګام ناکامه کېدنه بولي. دغه وزارت له ولسمشر څخه غواړي ترڅو په سترې محکمې کې د غړيتوب لپاره بله ښځه ولسي جرګې ته وروپېژني.

د ولسي جرګې د چهارشنبې ورځې په غونډه کې ۱۹۲ تنو استازو شتون درلود او انیسې رسولي د سترې محکمې عالي شورا ته د لارې موندلو لپاره، ۹۷ مثبتو رأیو ته اړتیا درلوده، خو یوازې ۸۸ استازو هغې ته د تأیید رایه ورکړه.

انیسه رسولي چې د ولسمشر غني له‎لوري د هېواد د سترې محکمې د یوازینۍ ښځینه پُست د نیولو لپاره وړاندی

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه